لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروېزمشرف د خپل ګوند د مشرۍ څخه استعفی ورکړې


د پاکستان پخواني پوځي صدر پروېزمشرف د خپل جوړ کړي ګوند ال پاکستان مسلم ليګ د مشرۍ څخه استعفی ورکړی او د هغه په ځای ډاکټر امجد د ګوند مشر جوړ کړی شوی دی.

ډاکټر امجد ويلي مشرف خپله استعفی الېکشن کمېشن ته لېږلې ده.

پخواني پوځي امر په داسې وخت کې د خپل ګوند د مشرۍ څخه استعفی ورکړې چې نوموړي د جولايۍ په ۲۵م نېټه پاکستان کې په عامو انتخاباتو کې د برخې اخستو دپاره د خېبرپښتونخوا د چترال ضلعې نه د قامي اسمبلۍ د حلقه ۱ نه په انتخاباتو کې د برخې اخستو دپاره کاغذونه جمع کړي خو هغه رد کړی شوي وو.

له دې وړاندې سترې محکمې مشرف ته په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه ورکړې او په هغه د تلعمري بندېز فېصله يې معطل کړې وه.

خو د عدالت د امر باجود چې هغه پاکستان ته بيرته راستون نه شو نو سترې محکمې خپله فېصله بیرته په ځای کړه.

پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په کال ۲۰۱۰م کې د ال پاکستان مسلم ليګ په نوم خپله سياسي ډله جوړه کړې وه او د کال ۲۰۱۳م په عامو انتخاباتو کې هغه د برخې اخستو هم ويلي ؤ.

خو د پېښور هاييکورټ هغه نااهله ګرځولی ؤ.

د پېښور سترې محکمې په يوه فېصله کې ویلي ؤ پروېزمشرف د ملک ايين مات کړی ځکه يې په هغه تلعمري بندېز لګولی ؤ.

پروېزمشرف په کال ۲۰۱۶م کې د ملک څخه بهر تلی او د هغې وروستو بيرته بيا نه دی راستون شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG