لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي کشمير: نښتو کې څلور مشکوک داعشيان وژل شوي


هندي چارواکو ادعا کړې چې امنيتي ځواکونو يې هندي کشمير کې په يوه نښته کې څلور داسې تندلاري وژلي د چا په اړوند چې خيال کیږي د دوی تړاؤ د داعش سره دی.

دغه نښته د هند د ولقې لاندې کشمیر په ضلع اننت ناګ کې رامنځته شوې چې پکې د يو پوليس او عام تن د وژنې هم ويل شوي دي.

ويل شوي د نښتې په مهال خلک په سړکونو راوتي او د پوځ پرضد او وسله والو په حق کې يې نعرې وهلي دي.

د جمعې په ورځ سيمه ييزه پوليس مشر شيش پال ويد د تندلارو وژنه د امنيتي ځواکونو غټه کاميابي بللې ده.

او د وسله والو پرضد عمليات کوونکي يو امنيتي چارواکي ادعا کړې چې د وژل شوؤ تندلارو تعلق د داعش سره وو او په دوی کې د تنظيم ځايي مشر داود احمد صوفی هم شامل ؤ.

له دې وړاندې پوليس مشر په يو ټويټ کې ويلي ؤ چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق په مبينه توګه د اسلامک اسټېټ (دولت اسلاميه) جمو و کشمیر سره دی.

له دې وړاندې هندي چارواکو د دهلي د واک لاندې کشمير کې د داعش د موجودګۍ نه انکار کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG