لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني په هرات کې د ديني عالم وژنه غندلې


اشرف غني

د افغان ولسمشر اشرف غني په هرات ولايت کې د اهل تشيع عالم وژنه په کلکو ټکو غندلې ده. په هرات کې شيعه ديني عالم محمد جعفر توکلي تېره شپه نالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

ارتګ ترمخه افغان ولسمشر " د هرات ولایت د اهل تشیع پر جید عالم حجت الاسلام جعفر توکلي تروریستي برید او د هغه وژل په کلکه غندي او عاملان یې د اسلام او انسانیت دښمنان وبلل".

د هرات چارواکو ويلي محمد جعفر توکلي تېر ماسخوتن خپل کور ته روان ؤ چې نامالومو موټر سايکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړې.

ولسمشر غني دغه ترهګر برید نه بښونکی عمل او ستر جنایت بللی او یوځل بیا یې ټینګار کړی چې د دیني علماو او خدمتګارو شخصیتونو وژل په هیڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دي او دا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.

ښاغلي غني د هرات ولایت اړوند امنیتي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغې ترهګرې پېښې څرنګوالی وڅېړي ترڅو عاملان یې تشخیص او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د يادې پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په افغانستان کې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابيلو برخو کې ديني علما وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG