لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې شورا:دحرمینو الشریفینو له خطبو وروسته باید طالبان جګړې نه لاس واخلي


دافغانستان د سولې عالي شورا د کعبې اؤ مسجد نبوي د امامانو لخوا افغانستان کې د سولې په اړوند ورکړل شوې خطبې ستائیلي اؤ په طالبانو یې غږ کړی چې داسلام په نامه نور د بې مفهومه جګړو څخه لاس واخلي.

دسعودي عرب د مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي امامانو د جمعې په ورځ خپلو خطبو کې افغانستان کې په سوله اؤ امن ټېنګار کړی ؤ .

په سوشل میډیا په لکونو افغانان فعالینو د حرکینو الشریفینو افغانستان کې د سولې په اړوند د خطبو ورکولو تود هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دې خطبو نه ظاهره شوې ده چې طالبان په ناروا جګړه اخته دي.

خو پخپله طالبانو تر دې مهاله د سعودي نه افغانستان کې دامن دپاره د پورته شوي دغه غږ په اړوند خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

د شنبې په ورځ د افغانستان د سولې شورا هم د سعودي د مقدسو مقاماتو د امامانو خطبې ستائیلي اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې د حرمینو الشریفینو د امامانو خطبو افغانستان کې د روانو جګړو په ضد تیره میاشت دافغانستان ددیني عالمانو لخوا د ورکړل شوې شوې فتوې پخلی کړی دی.

دافغانستان یو شمیر دیني عالمانو تیره میاشت افغانستان کې روانې جګړې ناروا اؤ د شریعت خلاف بللې وې اؤ له دې وړاندې په انډویشیاء کې شوي د افغانستان، پاکستان اؤ انډونیشیاء ددیني عالمانو کانفرنس هم دشریعت له مخې افغانستان کې روانې جګړې ناجائزه ګرځولې وې.

دافغانستان د سولې عالي شورا پخپل یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې د اسلام اؤ شریعت په اساس هیڅ جواز نه لري اؤ په دې جګړو کې یوازې دبېګناه خلکو وینې توهیږي چې اسلام یې اجازه نه ورکوي.

د سعودي عرب بادشاه سلمان بن عبدالعزیز هم روانه اوونۍ پخپل یو بیان کې افغانستان کې دسولې په ټېنګښت ټینګار کړی ؤ اؤ د افغان دولت اؤ‌طالبانو څخه یې غوښتنه کړې وه چې د سولې دپاره باید جدي ګامونه واخلي.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي هغه اماده دی چې د سولې په خاطر طالبانو سره دهغوئ په ټولو شرطونو خبرې وکړي خو طالبانو دریځ خپل کړی چې ترهغې به خپلو جګړو ته دوام ورکوي ترڅو چې بهرني عسکر په بشپړ ډول دافغانستان څخه وتلي نه و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG