لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ترکي کې انتخابات روان دي، د اردګان ازمېښت


په ترکي کې د نوي صدر او پارليمان دپاره نن د اتوار، يکشنبې په ورځ انتخابات روان دي او دا د طيب اردګان او د هغه ګوند ای کی پارټۍ دپاره ازمېښت دی کومه ډله چې د يوې نيمې لسيزې نه د ترکي واک په لاس کې لري.

اردګان په کال ۲۰۱۷م کې د رېفرنډم د لارې په لږ اکثريت سره کامياب شوی او خپل واک يې نور سېوا کړی ؤ.

تنقيد کوونکي وايي د اردګان په واک کې راتلو سره به د نېټو غړي هېواد ترکي کې جمهوريت د مينځه لاړ شي او د يو سړي باچاهي به شي.

په ترکي کې د ۵۶ملينو نه زيات رجسټرډ ووټران دي او د رايو اچولو دپاره د ځايي وخت سهار اته بجو نه تر مازيګز پينځه بجو پورې ټاکل شوی دی.

اردګان د نوي ترکي مشهور خو وېشلی مشر دی.

د ترکي ټاکنې ځکه د اردګان دپاره ازمېښت دی چې د هغه په مقابله کې د سيکولرسټ ريپبلکن پيوپلز ګوند موحاريم اينجی ګڼ شمېر پلويان لري او ويل کيږي هغه به ورسره کلکه مقابله

​وکړي.

انجي د خالي، شنبې په ورځ استنبول کې د زرګونو خلکو راجوړ يو لاريون ته په وېنا ژمنه کړې چې هغه او مخالفه ګوندونو به د هېواد ۸۱ملينه خلک د اردګان د واکمنۍ نه بيرته خلاص کړي.

هغه ويلي، "که اردګان وګټله، ستاسو ټيليفونونه اورېدل به دوام لري.. په سيمه کې به ويره موجوده وي. او که اينجی وګټله عدالتونه به ازاد وي" هغه ويلي په ۴۸ ساعتونو کې به د ملک څخه اېمرجنسي يا بېړني حالت ختم کړي.

په ترکي کې د کال ۲۰۱۶م په جولايۍ کې د ناکامه پوځي کودتا وروستو بېړني حالت په ځای کړی شوي کومې چې د خلکو په ځينو شخصي ازاديو بندېز لګولی او حکومت ته يې په پارليمان د اوړېدو لاره ورکړې ده.

اردګان د کودتا تور په خپل پخواني اتحادي مسلمان عالم فتح الله ګولن لګوي او په ترکي کې يې د هغه د ملګرو پرضد عمليات پېل کړي وو.

ملګرو ملتونو ویلي په دغو عملياتو کې د پوځيانو، قاضيانو او استازانو په ګډون د يو لاک ۶۰ زرو نه زیات خلک بندي کړي دي.

په اردګان باندې په دغه عمل ترسره کولو د يورپي يونين سره نور ډېری تنقيد شوی دی.

په ترکي کې د اردګان ګټې ته په کتو سره ويل کيږي که هغه ګته ترلاسه کوي د خپل ګوند سخت دريځه ايجنډا به نوره پياوړې او عملي کړي.

خو ډېری خلک د اينجی دپاره ښه نظر لري او وايي چې هغه به ترکان يو کړي.

د صدراتي څوکۍ دپاره د اردګان او ايجنی په ګډون ټول شپږ کانديدان په مېدان کې دي.

په انتخاباتو کې که کوم کانديد د ۵۰ فيصدو نه زیاتې رايې وانه خستې نو بيا به د زیاتو رایو اخستونکو دوه کانديدانو ترمنځ په اتمه جولايۍ بيا سيالي کیږي.

XS
SM
MD
LG