د مذهبي سياسي ګوند جماعت اسلامي مشر سېنېټر سراج الحق د ۲۹ لاکه روپو شتمنۍ لري او په خپل نوم يې ګاډی نشته.
د پاکستان د ټاکنو کمېشن (الېکشن کمېشن) ترمخه سراج الحق د خپلو شتمنو تفصيلات ښکاره کړي او ويلي يې دي د هغه سره د کال ۲۰۱۷م د جون د ۳۰م نېټې پورې ټولې شتمنۍ د ۲۹ لاکه ۳۹ زره او ۶۱۸ روپو وې.
د ټاکنو په کمېشن کې د جمع کړی شوؤ اسنادو ترمخه نوموړي په کال ۲۰۱۷م کې د يو لاک ۳۸ زره او ۵۷۳ روپو انکم روپو ټېکس جمع کړی دی.
په اسنادو کې د سراج الحق ښځه، درې زامن او څلور لوڼه ليکل شوي دي.
د جماعت اسلامي د امير په نوم د بېنک درې اکاؤنټونه دي، د دې ترڅنګ يو اکاؤنټ د هغه د ښځې او بل يې د زوي په نوم دی او په دغو پينځه واړو اکاؤنټونو کې يې د ۱۸ لاکو روپو نه زیاتې پېسې پرتې دي.
له دې نه علاوه نوموړي ويلي د هغه په شتمنيو کې څلور نيمې تولې سره زر او ۱۲ کناله شريکه ځمکه ده.
د نوموړي تعلق چې د خېبرپښتونخوا د کوز دير ضلعې سره دی هغه د شتمنيو په تفصيل کې ويلي په کوز دير کې يې د پاکستان ماډل سکول په نوم يو شخصي سکول دی.
نوموړی دوه ځله د خېبرپښتونخوا صوبې د خزانې وزير پاتې شوی خو خپل ګاډي نه لري، او د اسنادو ترمخه په هغه د بېنک قرضې نشته او په بهر ملکونو کې شتمنۍ هم نه لري.
سراج الحق د کوز دير د قامي اسمبلۍ د حلقې اېن ای ۷ نه په انتخاباتو کې برخه اخلي.
پاکستان کې په راتلونکو عامو انتخاباتو کې جماعت اسلامي د متحده مجلس عمل په نوم د نورو سياسي ګوندونو چې پکې جمعيت علمااسلام ف ډله هم شامل ده سره انتخابي اتحاد کړی دی.