لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې کوم لس هېوادونه د ښځو دپاره تر ټولو زيات خطرناک دي؟


د نړيوالو کارپوهانو د يوې سروی ترمخه هند په نړۍ کې د ښځو دپاره تر ټولو زيات، افعانستان په دوېم او پاکستان په شپږم نمبر زيات خطرناک هېواد دی په دغو هېوادونو کې امريکا په لسم نمبر ده.

د تهامسن رویټرز فاؤنډېشن لخوا دغه سروی چې د نهې، سه شنبې په ورځ خپره شوې د ښځو د ستونزو ۵۵۰ کارپوهانو کړې ده.

دغه ډول سروی په کال ۲۰۱۱م کې هم مخې ته راغلې وه. په سروی کې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو کې د ښځو د روغتيا، اقتصادی سرچينو، روايتي يا دوديزو کړنو، جنسي او غېر جنسي تيرو او انسانی قاچاق په اړه پوښتنې شوي دي.

دغه سروی چې د مارچ ۲۶ نه تر مې څلورمې پورې شوې د ښځو دپاره خطرناکو لسو هېوادونو فهرست يې جوړ کړی دی.

ا: هند

هند د ښځو دپاره د خطرناکو هېوادونو په سر کې دی. په هند کې ښځې د جنسي تشدد او ځورونې، د کلتوري او روايتي کړنو، د بشري قاچاق او په زوره د کار کولو، د جنسيت د غلامۍ او کورنيو خدمتونو د ستونزو سره مخ دي.

۲: افغانستان

د ښځو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې په دوېم نمبر افغانستان دی چرته چې د ۱۷ کالو راهسې د طالبانو سره جګړه روانه ده. افغانستان کې ښځې د غېر جنسي تشدد، د صحت اسانتياؤ او اقتصادي سرچينو ته د لاس رسي په لار کې د ستونزو سره مخ دي.

۳: شام

د اووه کاله کورنيو جګړو مخ شام په درېم نمبر د ښځو دپاره خطرناک هېواد دی. او د لسو هېوادونو په لړۍ کې د ښځو دپاره د روغتيايي پاملرنې او غېر جنسي تشدد په برخه کې په دوېم نمبر دی، په کومو کې چې د جګړې سره اړوند تشدد او ورسره کورنی ناوړه تاؤ تريخوالی شامل دی. شام د امريکا سره په شريکه د ښځو د جنسي تيري په لړ کې په درېم نمبر دی.

۴: صوماليه

د کال ۱۹۹۱نه د جګړو سره مخ هېواد صوماليه کې ښځې د روغتيا د پاملرنې، سخت کلتور او روايتي کړنو سره مخ دي.

۵: سعودي عرب

سعودي عرب په ټولنيز ډول په پينځم خو دغه تنګ نظره هېواد د ښځو دپاره د اقتصادي لاس رسي،توپير (تعصب) اود کار په ځای کې د ملکيت د حقونو په برخه کې په دوېم نمبر خطرناک هېواد دی. د ښځو دپاره د کلتوري او مذهبي عملونو په برخه کې په پينځم نمبر خطرناک هېواد دی.

۶: پاکستان

د ښځو دپاره په شپږم نمبر خطرناک هېواد پاکستان د اقتصادي لاس رسي او توپير ترڅنګ په دغه هېواد کې ښځې د کلتوري، مذهبي او روايتي کړنو او غېرت په نوم وژنو د پېښو سره مخ دي. پاکستان په غېر جنسي تشدد او کورنيو ناوړه کړنيو کې په پينځم نمبر دی.

۷: ډيموکرېټک ريپبلک اف کانګو

په اووم نمبر هېواد کانګو چې ملګرو ملتونو ورته د کلونو راهسې په تنظيمي ډول د وينې توېدو او لاقانونيت په برخه کې خبرداری ورکړی دی. د ښځو دپاره د جنسي تشدد په برخه کې په دوېم نمبر دی.

۸: يمن

يمن ښځو دپاره د روغتيايي پاملرنې، اقتصادي لاس رسي، د کلتوري او روايتي کړنو او غېر جنسي تشدد په برخه کې په اتم نمبر خطرناک هېواد دی. په يمن کې اوس هم ۲۲ملينه خلک د بشري بحران سره مخ دي.

۹: نايجيريا

يمن د نهه کالو راهسې د بوکوحرام د تندلارو پرضد جګړې په مهال د پوځ لخوا د بشري حقونو تشدد، جنسي تيري او عامو خلکو د وژنې سره مخ هېواد دی. نايجيريا د روس سره د بشري قاچاق په برخه کې په څلورم نمبر او د روايتي کړنيو په برخه کې په شپږم د ښځو دپاره خطرناک هېواد دی.

۱۰: امريکا

د ښځو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې يواځينی لويديځ هېواد امريکا د شام سره د جنسي تشدد، جنسي تيري، جنسي ځورونې او تيري په قضيو کې د انصاف نه ترلاسه کېدو په برخه کې په درېم نمبر خطرناک هېواد دی.

ياده سروی تېر کال د (#MeToo) کمپاين وروستو شوې په کوم کې چې په زرګونو ښځو په سوشل ميډيا د جنسي ځورونې خپلې قيصې شريکې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG