لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ: ځانمرګي برید کې نهه تنه سیمه ییز پولس وژل شوي


د افغانستان د شمال ختيځ ولايت کونړ چارواکو ویلي، په ټپي شوي حالت کې ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړولو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او بريد يې کړی دی.

دکونړ د والي ویاند عبدالغني مصیم له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي تیره شپه ۸ بجې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند دبابړو تنګي سیمه کې یو تن پلي ځانمرګي برید کوونکي دسیمه ییزو پولیسو په یوې امنیتي پوستې ځانمرګی برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې دشوي ځانمرګي برید په پایله کې نهه تنه سیمه ییز پولس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ویاند مصمم زیاته کړه "دسیمه ییزوپولیسو امنیتي پوستې ته څېرمه پلي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل چې پوستې ته ننوځي خو دپولیسو لخوا د پیژندلو سره سم په برید کوونکي یې ډزې وکړې خو بیا هم ځانمرګي برید کوونکي په ټپي شوي حالت کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او یاده مرګ ژوبله یې محلي پولیسو ته واړوله".

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، وړمه شپه د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش وسله والو په ټن ځایونوهوايي بمبار کړی دی.

دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له رسنیوسره په خبرو کې ویلي دبې پیلوټه الوتکې د هوايي بمبارۍ له امله ۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د دې واړو پیښو په اړه طالبانو او د داعش وسله والو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG