لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د ۳۸ ملينه روپو نه زیاتې شتمنۍ لري


د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په الېکشن کمېشن کې د جمع کړی شوؤ اسنادو ترمخه نوموړي سره د ۳۸.۶ ملينه روپو شتمنۍ دي، هغه په پاکستان يا بهر کوم بل هېواد کې کاروبار نه لري او د هغه د امدن سرچينې کرکيله ده.

د نوموړي سره ۱۶۸ اېکړه زرعي ځمکه ده، د پاکستان کرکټ بورډ نه پنشن، او د بېنک نه ګټه اخلي او د قامي اسمبلۍ نه يې تنخوا اخستې.

د اسنادو ترمخه نوموړي تېر کال يو لاک درې زره او ۷۶۳ روپۍ ټېکس ورکړی دی.

د پخواني کرکټر دوه اکاؤنتونه په ډالرو کې او يو اکاؤنټ په پاونډونو کې دی، يو اکاؤنټ يې په يورو کې دی او هغه تش دی.

د عمران خان د اسنادو ترمخه نوموړی په پاکستان کې ۱۴ جايدادونه لري، او د هېواد څخه بهر هیڅ جايداد نه لري.

د تحريک انصاف مشر په اسلام اباد بني ګاله کې د يو کروړ ۱۴ لاکه او ۷۱ زره روپو جايداد لري.

د نوموړي د اسنادو ترمخه د هغه په نوم هيڅ ګاډی نشته.

نوموړي د نامزدګۍ په کاغذونو کې خپله مېرمن بشری بي بي او د پخوانۍ ښځې جمايمې نه دوه زامن قاسم او سليمان د کفالت لاندې ښکاره کړي دي او د مېرمن او زامنو په نوم يې هېڅ جايداد نشته.

عمران خان په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ نه د اېن ای ۹۵ ميانوالۍ، اېن ای ۳۵ بنو، اېن ۱۳۱ لاهور او اېن ای ۲۴۳ کراچۍ نه د برخې اخستو دپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG