لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۵ کاله وروسته به انسانان په سپوږمۍ استوګنه ولري،دخلايي سلطنت دمشر اعلان


د روسیې وتلی سانس پوهه ښاغلی ایشربیلي د خلائی سلطنت(اسپیس کنګډم اف ایسګارډیا) وړومبی حکمران یا مشر غوره کړل شوی دی.

د خلائي سلطنت د حکمران جوړیدو نه وروسته ښاغلي ایشربیلي دعوه کړې چې په ۲۵ کالو کې به انسانانو ته په سپوږمۍ د استوګنې کولو امکانات برابر کړي

د اسټریا په پلازمینه ویانا کې د خلائي سلطنت د مشر ټاکنې یوه دستوره تیره ورځ تره شوې چې پکې د نړۍ ۲۰۰ ارب پتي کاروباري شخصیاتو اؤ سائنس پوهانو برخه لرله.

ددغه دستورې په مهال د روسیې وتلي سائنس پوهه ښاغلي ایشربیلي ته د راتلونکو پنیځوؤ کالو دپاره د خلائي سلطنت مشري ور وسپارل شوه اؤ هغه د سوګند په اخستلو سره خپلې ذمه وارۍ ترلاسه کړې.

دستورې ته خپله وینا ایشربیلي ویلي هغه به د زمکنیو هیوادونو سره خپلې سفارتي اړیکې ټینګوي اؤ د ملګرو ملتونو دغړیتوب ترلاسه کولو دپاره هم هلې ځلې وکړي.

ایشربیلي وویل د چاپیریال دتباهۍ نه دځان ژغورنې دپاره دپاره به دا خلائي ریاست یوازې د یو میدان اؤ وسلې په توګه کارؤل کیږي.

ددغه خلائي ریاست غړیتوب به یوازې هاغو انسانانو ته ورکول کیږي چې تخلیقي صلاحیتونه یا توان لري اؤ د ایشربیلي په وینا د نړۍ یوازې دوه فیصده انسانان چې یو نیم کروړ جوړیږي ددغه خلائي ریاست دغړيتوب په شرط پوره خیژي.

په خلاء کې د انسانانو استوګنه کې ګڼ مشکلات مخې ته راځي اؤ سائنس پوهه ایشربیلي دعوه کړې چې هغه به د خپلو سائنسي ازموئنو په اساس راتلونکو ۲۵ؤ کالو پورې په سپوږمۍ د انسانانو د استوګنې دپاره امکانات برابر کړي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG