دپاکستان د هوايي ځواکونو یوه الوتکه په پېښور کې د کوزیدو مهال غورځیدلې اؤ تباه شوې ده چې پکې دوه پائلټان وژل شوي دي.
دهوايي پوځ په بیان کې ویل ویل شوي چې دغه الوتکه د تربیې په الوت وه اؤ کله چې دپېښور په باچاخان هوايي ډګر کوزیده نو په دغه مهال تباه شوې ده .
په میدیا د تباهي شوې الوتکې خپرو شوؤ عکسونو کې لیدل کیږي چې د الوتکې غورځیدو نه وروسته دباچا خان هوايي ډګر څخه لوګي پورته کیږي اؤ الوتکه ټوټې ټوټې پرته ده.
د پېښې په وخت په دغه الوتکه کې دوه پائلټان ناست وؤ اؤ هوايي پوځ وایي چې پېښه کې دوه پائلټان مړه شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې د الوتکې غورځیدو په مهال الوتکه کې د زوردارې چاودنې غږ هم اوریدل شوی خو دپاکستان هوايي پوځ نه ده په ډاګه کړې چې د الوتکې تباه کیدلو علت څه دی ؟
په کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په باچاخان هوایي ډګر دپاکستان دقامي هوايي شرکت د یوې الوتکې کوزیدو په مهال په دغه الوتکه نامعلومو ترهګرو ډزې کړې وې چې پکې یوه میرمن وژل شوې اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.
همدغسې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۲م کې وسله والو ترهګرو دپېښور په باچاخان ائیر پورټ برید کړی ؤ چې پکې د سختې نښتې وروسته دپاکستان پوځ د پینځوؤ ترهګرو د وژل کیدلو دعوه کړې وه