لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هلمند د سولې کاروان د طالبانو تورونه رد کړي دي


UNAMA welcomes Helmand Peace Marchers in Kabul

د هلمند د سولې کاروان د طالبانو هغه تورونه رد کړي چې پکې طالبانو تور لګولی ؤ دغه کاروان امریکايي جوړ دی.

طالبانوپه افغانستان کې د هلمند د سولې د کاروان پرلتونه غندلي او تور يې لګولی ؤ چې په دغو پرلتونو کې د امریکا استخباراتي مشران شتون لري او دوی په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په موجودګۍ هيڅ نه وايي.

د هلمند د سولې د کاروان مشر اقبال خېبر ويلي که طالبانو د دوی پرضد کوم ثبوت وړاندې کړو چې فعالانو ته يې د حکومت يا بل کوم هېواد ملاتړ ترلاسه دی هغه تيار دی چې د طالبانو خپل عدالت ته وړاندې شي.

هغه ويلي د طالبانو تورونو ته به په څو ورځو کې رسمي غبرګون اووايي.

د افغان رسنيو ترمخه خېبر ويلي، دا حرکت په بشپړ ډول د عامو خلکو دی او د دې په شا هيڅ بهرنی لاس نشته.

نوموړي ویلي دوی چې کابل ته په لار وو په لار کې يې د طالبانو سره ليده کاته شوي او اوس چې طالبان وايي دا د امريکا جوړ دی، دوی وړاندې ولې دا خبره نه محسوسوله.

د هلمند د سولې کاروان نزدې د۷۰۰ کیلومټره په پلي يا خپلو پښو مزل له ۳۸ ورځو سفر وروسته له هلمند څخه کابل ته رسېدلی ؤ.

د سولې د کاروان مشرانو او فعالانو په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې يوناما د دفتر مخې ته پرلت وهلی او ویلي دوی ځکه د يوناما د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته کوي چې د دغه ادارې نه پوښتنه وکړي په افغانستان کې يې د سولې او ثبات دپاره څه کړي دي.

خېبر ویلي د ملګرو ملتونو د دفتر وروستو به دوی د پاکستان، ایران، روس او امریکا د سفارتخانو مخې ته احتجاجي ناستې کوي.

بل لور ته د افغانستان په ختیځ کې دکونړسولې غږ ټولنې اړوند د سوله ییزخوځښت لسګونو ځوانان د ګل، دوشنبې په ورځ له اسعد اباد څخه په پلي مزل دکابل په طرف روان شوي او پرون لغمان ولایت ته رسیدلي ترڅود هلمند دسولې ولسي حرکت سره په کابل کې یوځای شي.

د هلمند د سولې کاروان کابل ته د رسېدو وروستو د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او د هغه نه يې غوښتنه کړې وه چې د اوربند موده وغځوي او د طالبانو سره د سولې خبرې پېل کړي.

اشرف غني په دغه ليدنه کې ویلي ؤ که طالبان د اوربند موده غځوي او د سولې خبرو ته کښېني نو د هغه حکومت اوربند د يو کال پورې غځولو ته تیار دی.

اشرف غني د روژې د ۲۷م نه تر اختر د پينځمې او بيا تر لسو نورو ورځو پورې د اوربند غځولو اعلان کړی خو طالبانو يواځې د اختر په درېو ورځو کې اوربند کړی او بيا يې د ملک په بېلابيلو برخو کې د حکومتي سرتېرو پرضد بريدونه پېل کړي دي.

XS
SM
MD
LG