د افغانستان ولسمشراشرف غني ويلي "سوله په تیاره کې د غله په څېر نه راځي، بلکې په روښانه ورځ د افغانانو په همت راځي".
ښاغلی غني "یو ځل بیا پر افغان وسله والو طالبو غږ کړی چې د افغانستان په هره برخه کې د سولې د مذاکراتو لپاره چمتو وي، نو را دې شي چې د سولې په اړه بحث او مذاکرات وکړي".
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر په چهار چنار ماڼۍ کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماو د سراسري شورا د مشرانو او استازو په ګډه ناسته کې د ګډون په مهال غونډې ته په وېنا کې دغه خبرې کړي دي.
ښاغلي غني زياته کړې "د افغانستان د علماو د متفقې فتوا په اساس مو اوربند وکړو، ځکه مونږ تل علماو ته درناوی لرو، غږ ته یې لبیک وایوو او په لارښوونو یې عمل کوو. هغه زیاته کړه، د علماو فتوا د علماو او د ملت د خودجوشه ارادې ښکارندویه وه".
نوموړي څرګنده کړه، "د روژې مبارکې میاشت په اوه ویشتمه او د کوچني اختر په ورځو کې اوربند زمونږ د هېوادوالو په څېرو کې خوښي، ډاډ او هیلې راڅرګندې کړې او دغه اوربند ټولو ته وښوده چې دا عظیم ملت لا هم پر خپل افغانیت او اسلامیت ویاړي".
ولسمشر د افغانستان له خلکو څخه له دې امله مننه وکړه چې د اوربند په ورځو کې یې افغان وسله وال طالبانوسره خواله وکړل او له هغوی سره یې خپلې خوښۍ شریکې کړې.
هغه وویل، "دا د مشورې هېواد دی، چې اجماع یې د ولس پر عام نبض ولاړه او هر اقدام هم په همدې اساس ترسره کېږي،ځکه ولس د سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې د ولس غږ او اجماع واضح دي".
هغه ټولو هېوادوالو ته په خطاب کې، ټینګار وکړ، د سولې په برخه کې هره اندېښنه او د سولې پروسې د ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه دې د سولې عالي شورا او جمهوري ریاست سره شریک کړي.
افغان ولس مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې افغان دولت د روژې د مياشتې د ۲۷م څخه تر د وړوکي اختر تر پينځمې او بيا د لسو نورو ورځو د پاره اوربند اعلان کړې وو.
خو طالب وسله والو يواځي د وړوکي اختر د درېو ورځو د پاره اوربند اعلان کړی او د هغې ورستيو يي د ملک په بېلا بيلو برخو کې د افغان امنيتي ځواکونو پرضد بريدونه پېل کړي دي.
د اشرف غني لخوا د اوربند اعلان او ورسره د طالبانو د درې ورځني اور بند اعلان په نړيواله کچه ستايل شوی ؤ.
افغان ولسمشر له دې وړاندې هم وار په وار په طالب وسله والو د سولې غږ کړی خو د طالبانولخوا ورته په رسمي ډول مثبت غبرګون نه دی ويل شوی.
د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماو د سراسري شورا د مشرانو او استازو ګډې ناستې ته د سولې عالي شورا رئیس استاد کریم خلیلي د حکومت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ اوربند ته په اشارې وویل،
د اختر د ورځو اوربند وښوده چې ټول خلک د سولې غوښتونکي او لېواله دي او نن چې د ملت په سطحه په دې اړه کومه اجماع موجوده ده د هیچا له سترګو پټه نه ده.
د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د وینا پرمهال وویل، د اوربندپه ورځو کې ټولو د خوښۍ احساس وکړ او دغه خوښي یې په کلیو، ښارونو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ګډه سره ونمانځله.