لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت د داعش په اړوند د روس ادعا رد کړې ده


افغانستان د روس هغه ادعا رد کړې چې پکې روس ویلي ؤ د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې په نهو ولایتونو کې د داعش په زرګونو تندلاري شتون لري او ځان نور پياوړی کوي.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند محمد رادمنېش د شورو، چهارشنبې په ورځ کابل کې يوې خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي چې د هېواد يواځې په څلورو ولايتونو کې د داعش يواځې دوه زره تندلاري شتون لري چې پکې په ننګرهار، کونړ، نورستان او جوزجان کې موجود دي.

د نهې، سه شنبې په ورځ د افغانستان په اړوند د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په غونډه کې د روس استازي په افغانستان کې د داعش د مخ په سېوا کېدو باندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د دغه هېواد په شمالي برخو کې د منځني اسيايي هېوادونو سره پولو باندې داعش سېوا کيږي.

د روس استازي نبنزيا ويلي ؤ چې په افغانستان کې داعش لس زره جګړه ماران لري څوک چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې په نهو ولايتونو کې فعالیت لري، دوي د ملک په شمالي برخو کې ځان پياوړی کوي او دغه ډول منځنۍ اسيا پله تلو ته ځان چمتو کوي.

هغه ويلي ؤ په دغو داعشيانو کې د منځني اسيايي هېوادونو تندلاري هم شامل دي او دوی ځانله د روزنې مرکزونه جوړوي.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې په افغانستان کې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو مشر جنرال جان نکلسن ويلي ؤ دا وخت په افغانستان کې نزدې ۱۵۰۰ داعشيان شتون لري چې زياتره يې د هېواد په ختيځو برخو کې دي.

نکلسن په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې د روس لخوا په افغانستان کې د داعش د شتون په تړاؤ ادعا رد کړې وه.

نوموړي دا هم ويلي ؤ چې روس دې داعش ته د ماتې ورکولو دپاره د طالبانو په ځای د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

هغه وخت روسي چارواکو ادعا کړې وه چې ځينې ځايي او نړيوال پټ لاسونه د افغانستان په شمال کې د داعش په ليکو کې د زرګونو کورنيو او بهرنيو ترهګرو په ځاې کولو کې مرسته کوي.

داعش په افغانستان کې د تېرې يوې مودې نه د ترهګرو بريدونو زمه وارۍ مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG