لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لنډ مهاله وزيراعظم په قبايلي سيمو کې د ادارو په جوړښت ټينګار کړی


د پاکستان لنډ مهاله وزيراعظم پخواني قاضي ناصرالملک په قبايلي سيمه (پخوانۍ فاټا) کې د ادارو د جوړولو په ارزښت ټينګار کړی دی. فاټا په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا صوبې برخه جوړه کړی شوې ده.

د خېبرپښتونخوا صوبې د ګورنر په ماڼۍ کې د ناصر الملک په مشرۍ غونډه کې د صوبې د امنیت په اړوند نوموړي ته احوال تېر کړی شوی دی.

د شورو، چهارشنبې په ورځ ترسره شوې غونډه کې وزيراعظم په پخوانۍ فاټا کې د اييني ادارو په جوړښت ټينګار کړی دی.

نوموړي ویلي مرکزي حکومت د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت سره نزدې همغږي لري تر څو د سيمې خلکو ته اسانتياوې برابرې کړی شي او د سيمې د ورګډېدو عمل په غوره طريقې سره ترسره شي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر (ايي جي) محمد طاهر غونډې په صوبه کې د امنيت په اړوند احوال تېر کړی دی او د ترهګرۍ پرضد قامي تګلارې لاندې راسته راوړنې ورته ويلي دي.

پوليس مشر ویلي د کال ۲۰۰۴م راهسې په صوبه کې ۱۳۰۶ پوليس سرتېرو د ډيوټۍ په وخت د سر قربانۍ ورکړي دي.

نوموړي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) دپاره د صوبې لخوا د امنيت په موخه اخستل شوؤ ګامونو احوال هم غونډې ته وړاندې کړی دی.

طاهر خان د فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډېدو سره د پوليس د ضرورتونو په اړوند هم غونډه خبر کړې ده.

د خبرپاڼې ترمخه وزيراعظم د کال ۲۰۰۹م نه وروستو په صوبه کې د امنيت قابو کولو دپاره قربانۍ او هڅې ستایلي دي.

نوموړي ته په غونډه کې د راتلونکو انتخاباتو دپاره په صوبه کې د امنيتي ګامونه په اړوند احوال تېر کړی شوی او هغه د سوتره ټاکنو دپاره د امنیت په تیاريو د اطمينان څرګندونه کړې ده.

وزيراعظم سره په ناسته کې د صوبې ګورنر اقبال ظفر جګړا، لنډ مهاله اعلی وزير پخواني قاضي دوست محمدخان، د پوليس او الېکشن کمېشن چارواکو هم ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG