لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د پکتيکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان وژل شوی


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي د پکتيکا د ځانګړو قوماندان عزیزالله کاروان په کابل کې په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

چارواکو ويلي کاروان د زيارت، پنجشنبې په ماسخوتن کابل کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

نوموړي پوليس افسر په پکتيکا کې ياد قوماندان ؤ او د ځايي ميډيا ترمخه هغه ځايي پوليس جوړ کړي وو.

پژواک خبري ادارې ويلي په عزيزالله کاروان د بريد زمه واري طالبانو منلې ده.

هغه په خپل ژوندانه ويلي ؤ چې څو ځله پرې وژونکي بريدونه شوي چې پکې ځانمرګي بريدونه هم شامل ؤ او هغه په څو بريدونو کې ټپي شوی او د درملنې وروستو يې بيرته دنده پېل کړې وه.

هغه دا هم ويلي ؤ چې د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې يې په سلګونو سرتيري ملګري وژل شوي وو.

افغانستان کې د چاؤدنو، ځانمرګو بريدونو او وسله والو بريدونو سره هدفي وژنې هم دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG