لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي د بابا فرید د مزار فرش یې د احترام په خاطر ښکل کړ


واشنګټن ـــ د پاکستان د ښي لاسي تحریک انصاف د مشر عمران خان هغې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو د خلکو بېلابېلو غبرګونونه را پارولي، چې نوموړی له خپلې مېرمنې سره یو ځای د یوه صوفي دربار ته په سجده پرېوځي.

عمران خان شاوخوا یودېرش کاله پخوا د پاکستان د سرکاري ټیلیویژن له یوه طنزیه اداکار او هنرمند معین اختر سره په مرکه کې ویلي وو، چې "پر باباګانو عقیده" نه لري. له ده پوښتنه شوې وه چې تر کرکټ لوبې مخکې د کوم بابا مشهوره اخلي، عمران خان په ځواب کې ویلي وو:

"ما تر ننه پر داسې شیانو عقیده نه ده لرلې، زما پر خدای کلک ایمان دی او پر هیڅ ډول باباګانو عقیده نه لرم".

عمران خان په تېر وخت کې د خپلو غربي افکارو له کبله مشهور وو، خو په وروستیو کلونو کې ځینو کارونو هغه خلکو ته د یو رجعتي مسلمان په توګه ور پېژندلی دی.

د شورو- چارشنبې په ماښام عمران خان له خپلې درېیمې مېرمنې بشرا مانیکا سره د پنجاب په پاکپتن سیمه کې د یوه صوفي بابا فرید ګنج شکر مزار ته ورغلی وو. په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې دربار ته د ننوتو په وخت یې له سره تر پښو په سپینو جامو کې پوښلې مېرمن لومړی د دربار په دروازه کې په سجده پرېوځي او عمران خان هم سمدستي د هغې څنګ ته سجده لګوي او بیا دربار ته ننوځي.

پر ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو د هغه دا عمل له مذهبي پلوه یو بدعت ګڼلی او تنقید یې ورباندې کړی دی، خو ځینو خلکو خصوصاً د هغه د ګوند پلویانو د دفاع په خاطر د هغه دا کار په پاکستان کې یو عادي کار ګڼلی دی.

د نجم شینواري په نوم یو تن پر خپل فېسبوک لیکلي دي، "عمران خان سره د خپلې مېرمنې لاهور کې د یو بابا د زیارت په دروازه کې بابا ته سجده وکړه، هیچا ونه ویل دا شرک کوي، که یو افغان مشر داسې کړي وای، نن به مرتد اعلان شوی وو، مولانا سمیع الحق مونږ ته اسلام راښیي او د عمران خان سره سیاسي ایتلاف کوي".

جرنلسټ او کالم لیکونکي مبشر زیدي پر خپل ټویټر لیکلي، "د چا مذهبي عقیده زما مسئله نه ده، خو پر یوه درګاه باندې د عمران خان سجده د اندېښنې وړ خبره ده".

عمران خان تېره ورځ یوه شخصي ټیلویژن ته په مرکه کې ویلي وو، چې د مزار پر دروازه یې سجده نه ده لګولې، بلکې د احترام په خاطر یې تش د مزار د دروازې چوکاټ ښکل (مچ) کړی دی. د هغه د ګوند یو پلوي ایمل خان کاکړ هم په خپل ټویټ کې لیکلي:

"دا سجده نه وه، عمران خان تش د مزار فرش ښکل کړ، خو که هر څه وي د عمران خان مذهبي عقیدې تاسې ولې پرېشانه کړي یئ، مذهب د هر چا شخصي کار دی، د عمران خان مذهب ستاسې مسئله نه ده".

عمران خان او مېرمنې یې وروسته په دربار کې د صوفي بابا فرید پر قبر څادرونه و غوړول، دوعا یې ورته وکړه او د دربار له مېنجور عظمت سعید چشتي سره تر لیدو وروسته یې د دربار له عقیدتمندانو سره هم ولیدل، عکسونه یې ورسره واخیستل او بیا رخصت شول.

عمران خان په روانه جون میاشت کې تر کوچني اختر مخکې له خپلې مېرمنې سره سعودي عربستان ته د عمرې لپاره هم تللی وو، چې پر جده هوایي ډګر د تقدس په خاطر له الوتکې په لوڅو پښو را کښته شوی وو. دې کار یې هم د خلکو عکس العمل را پارولی وو او پر هغه یې ډېر تنقیدونه کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG