لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا دې افغان طالبانو سره خبرې وکړي


پاکستان کې د جمعې په ورځ د يوې غېر رسمي نړيوالې غونډې ګډون والو سپارښتنه کړې چې امريکا دې د طالب وسله والو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي، تر څو افغانستان کې د کلونو راهسې روانې جګړې شخړه هواره شي.

اسلام اباد کې په دوه ورځنۍ ناسته کې د پاکستان او افغانستان موجوده او پخوانيو سفيرانو، د پارليمان استازو، پوځي چارواکو او د لويدیځ پوهانو ګډون کړی او د افغانستان د سولې د لارې لټولو په اړوند يې پکې خبرې کړي دي.

د غونډې وروستو په بيان کې ویل شوي، امریکې له پکار ده چې د طالبانو سره خبرې پېل کړي له دې نه د افغان دولت لخوا د سولې روان عمل ته هيڅ زيان نه رسي.

دا ياده غېر دولتي ناسته چې په اسلام اباد کې د سيمه ييزه سولې ادارې په (رايل ډينش ډيفنس کالج) په مرسته راجوړه کړی شوې وه ګډون والو يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي مالوماتو شريکولو په خبره ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په دې عمل کې امريکا هم شريکه وي.

غېر دولتي غونډې په دې خبره ټينګار کړی چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د روغې جوړې دپاره ضروري ده چې دواړه فريقه يو بل ته رعايتونه ورکړي تر څو دا خبرې کاميابې شي.

په پاکستان دا تورونه لګي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې پټ دي او افغان دولت د امريکا په ګډون د پاکستان نه غوښتنه کوي چې طالبان د خبرو مېز ته راولي.

خو پاکستان وايي د پخوا په څېر يې اوس په طالبانو دومره اثر نشته چې د دوی ټولې خبرې ومني.

طالبانو په وروستيو کې ویلي د امريکا سره نېغ په نېغه خبرې کوي.

خو امريکا وايي د افغانستان د سولې خبرې دې د افغانستان په خپله مشرۍ او مالکيت کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG