لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمودخان اچکزی د ۷۵ لاکه روپو شتمنۍ لري


د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اچکزي سره د ۷۵ لاکه ۳۳ زره روپو شتمنۍ دي.

نوموړي د پاکستان الېکشن کمېشن ته په جمع کړو اسنادو کې ويلي تېر کال د جون د مياشتې پورې د نوموړې شتمنۍ ۶۷لاکه، ۲۸زره او ۷۵۷ روپۍ وې چې پکې اته لاکه ۴۳۴ روپۍ اضاقه شوې ده.

د نوموړي د کال ۲۰۱۷م د تنخواه او کرکيلې ټول امدن ۶۰ لاکه څلور زره ۸۹۵ روپۍ وو او هغه پرې يو لا ۴۲ زره ۹۹ روپۍ ټېکس ورکړی دی.

د ښاغلي اچکزي د اسنادو ترمخه د هغه د جايداد، کاروبار او نورو شتمنو تفصيل په اسنادو کې نه دی ښکاره کړی شوی چې نوموړی څومره جايداد، ځمکه، کورونه يا نور کاروبار لري.

د نوموړي په شتمنو کې د هغه په نوم د ګاډي يا بېنک اکاؤنټونو، سره زرو يا کور د فرنيچرو او پانګونو کوم تفصيل هم نه دی ورکړی شوی.

د اچکزي په کفالت کې د هغه مېرمن، درې زامن او دوه لوڼه ښودل شوي دي.

محمودخان اچکزي د روانې مياشتې په ۱۱م نېټه د بلوچستان صوبې د قلعه عبدالله ضلعې نه د قامي اسمبلۍ اېن ای ۲۶۳ نه د کانديد په حېث خپلو جمع کړو اسنادو کې شتمنۍ ښکاره کړي دي.

پښتون ملت پاله مشر په خپل حلفيه بیان کې ليکلي، هغه چې دکال ۲۰۱۸م د عامو انتخاباتو کانديد دی، په ټولو قاعدو به پوره خيژي او دپاکستان د ائين ۶۲ او ۶۳ مادو به په بشپړ ډول پاسداري کوي.

هغه ويلي پرضد يې هيڅ قسمه فوجداري مقدمه نشته، نه هغه د حکومت د کومې ادارې نوکر او نه د بېنک قرضداری دی.

نوموړي زياته کړې د بل کوم هېواد وګړيتوب نه لري او نه يې د کومې ترهګرې ډلې سره تعلق شته.

ځانګړې ویډیوګانې


د پاکستان د ونډو بازار په ریکارډ کچه بره تلی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG