لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې ماين چاؤدنو د ماشومې په ګډون دوه تنه ژوبل کړي


د جنوبي وزيرستان په دوه علاقو کې د ماين په دوه چاؤدنو کې يوه ماشومه او يو د پوخ عمره تن ژوبل شوي دي.

د ځايي خلکو او انتظاميې په وېنا دا پېښې د جمعې په ورځ ناوخته د شوال او تيارزې په تحصيلونو کې رامنځته شوي دي.

ځايي خلکو ويلي په شوال تحصيل کې يو پوخ عمره تن او د تيارزې تحصيل په منتويي علاقه کې يوه کم عمره ماشومه په ځمکه کې په ښخ ماين باندې ورختلي دي.

ژوبل دواړه کسان ځايي روغتون ته وړل شوي او د دواړو د پښو ژوبلېدو ويل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د شمېرو ترمخه په وزیرستان کې د ماين چاؤدنو دا ۹۳م پېښه ده.

پي ټي اېم وايي د کال ۲۰۱۵م راهسې په سيمه کې د ماينونو د چاؤدنو په پېښو کې تراوسه پورې لږ تر لږه ۲۰ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په دغو پېښو کې زياتره ماشومان او ښځې او په نخښه شوي دي.

پي ټي اېم وايي په وزيرستان کې د نورو ستونزو سره د خلکو ژوند ته تر ټولو غټه خطره په ځمکه کې د ښخو ماينونو ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين نزدې يوه اوونۍ وړاندې ويلي ؤ چې په سيمه کې د ماينونه پاکولو پرضد عمليات پېل کړی شوي خو دغلته د ماينونو پاکولو دپاره راغلو چارواکو يواځې عکسونه ويستي او بيرته ستانه شوي دي.

هغه ويلي ؤ د دوی غوښتنې نه دي منل شوي.

خو د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې ويلي ؤ چې د پي ټي اېم زیاتې غوښتنې منل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG