لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ننګرهار: د ښوونځي د درېو ساتونکو نه سرونه غوڅ کړی شوي


افغان چارواکو ويلي په ننګرهار کې د يو دولتي ښوونځي (سکول) د درېو ساتونکو نه د داعش مشکوک تندلارو سرونه غوڅ کړي دي.

په ننګرهار ولايت کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دغه ولايت سفر کړی دی.

د ننګرهار ولايت د تعلیم د وزارت ویاند پخلی کړی چې تېره شپه وسله والو په خوګياڼو ولسوالۍ کې د هلکانو په ملکيار هايي سکول باندې بريد کړی دی.

محد اصف شينواري وي او ای سره په خبرو کې ویلي بريد کوونکو وروستو د ښوونځي ودانۍ، لايبريري او نور املاک سوځولې دي.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو چارواکي ادعا کوي چې د پېښې په شا د داعش لاس دی.

داعش له دې وړاندې په افغانستان کې پرله پسې د ځانمرګو بريدونو سره د خلکو نه د سرونو غوڅولو زمه وارۍ قبولې کړي دي.

داعش د وړوکي اختر په موقع په ننګرهار کې د دوه ځانمرګو بريدونو زمه وارۍ منلې وې په کومو چې نزدې ۵۰ تنه وژل شوي او د ۱۳۰ نه زيات ژوبل شوي وو.

افغان چارواکي مني چې د افغانستان په ننګرهار، کونړ، نورستان او جوزجان ولايتونو کې نزدې دوه زره داعشيان موجود دي.

تېره اوونۍ روس د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې تور لګولی چې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې په نهو ولايتونو لس زره سرتيري موجود دي.

افغانستان د روس دغه ادعا رد کړې وه.

په افغانستان کې د جګړو له امله د رامنځته شوؤ مرګ ژوبلو د څار ادارې د اتوار په ورځ ويلي د جون په مياشت کې په دغه هېواد کې د جګړې سره اړوند پېښو کې ۱۵۸ ملکي وګړي وژل شوي او د ۳۳۵ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

د جون د مياشتې په پرتله د مې په میاشت کې په افغانستان کې ۱۰۴۳ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG