لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو حکومتي جرګې سره د واک په سر خبرې کړي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي د حکومتي جرګې سره يې په دې خبرې کړي چې ايا دوی د خبرو واک هم لري که نه لري.

پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د پي ټي اېم او حکومتي استازو ترمنځ په پېښور کې جرګه شوې او د پي ټي اېم په استازيتوب وتلي قانون پوهه لطيف افريدي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي،

"مونږ په تېره جرګه کې پوره واک لرلو اوس ټول کسان نشته او مونږ به هغوي (پي ټي اېم) خبروؤ او چې واک نه وی نو بيا مونږ جرګې نه کوو، بله جرګه به په راتلونکې اتوار بيا کيږي".

د پي ټي اېم يو بل مشر سېدعالم محسود وويل د پي ټي اېم او حکومتي جرګې ترمنځ خبرې ځکه مخ په وړاندې نه ځي چې د حکومتي کمېټۍ سره واک نه ؤ.

خو د حکومتي کمېټۍ استازی ملک خان مرجان وايي چې په دې اوونۍ کې به دوی د حکومت سره ليده وکړي ځکه چې پي ټي اېم اوس دوی ته خپلې غوښتنې په ډاګه کړې او حکومت سره به د دوی غوښتنې شريکې کړي.

هغه وويل "دوی هيله مند دي چې حکومت به يې په دغو غوښتنو نه ناامېده کوي او دغه خبرې د پي ټي اېم نه دي دا د قبايلو او پښتنو تکاليف مسايل دي په دې به راسره حکومت روغه جوړه کوي، دا زمونږ اواز دی او دا به مونږ سرته رسوؤ".

پرونۍ جرګه د کوم شخصيت د کور په ځای په لومړي ځل حکومتي ودانۍ (سېول افيسرز ميس) پېښور کې شوې ده.

له دې وړاندې د جون په ۲۲م نېټه ترسره شوې جرګه کې په دې خبره شوې وه چې که دې ځل يو فريق هم د جرګې د کومې پرېکړې سرغړونه وکړه نو د خبرو يا مذاکراتو لړۍ به ورسره ودريږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت په استازيتوب تراوسه پورې څو جرګې شوي خو کوم ښکاره پرمختګ پکې نه دی شوی يواځې د خبرو اترو لړۍ دوامداره ساتل شوې ده.

د پي ټي اېم مشران وايي يو لور ته حکومت دوی سره جرګه کوي او بل لور ته د پي ټي اېم غړي نيول کيږي او ځورولو لړۍ يې روانه ده.

او د حکومتي جرګې استازي وايي دوی به هڅه کوي چې داسې کوم عمل ونه شي چې د هغې نه د خبرو اترو لړۍ ته زیان ورسي.

پي ټي اېم د شورو څخه څو مهمې غوښتنې لري چې پکې د نقيب مسيد په وژنه تورن د کراچۍ د پوليس پخواني افسر راؤ انوار ته سزا، د ورکويا بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، په وزيرستان کې د ماينونو پاکول، په پوځي چيک پوسټونو د خلکو بې ځايه ځورول، د نامالومه وخته پورې کرفيو لګول او د کومې بدې پېښې وروستو د خلکو نه تنګول شامل دي.

XS
SM
MD
LG