لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان سره مو د ډیورنډ په کرښه هیڅ خبرې نه دي شوي


دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غنی په ډاګه کړې چې افغانستان پاکستان سره په خبرو لګیا دی خو د ډیورنډ د کرښې په سر پاکستان سره هیڅ رقم خبرې نه دي شوي .

هغه وایي د ډیورنډ په هکله خبرې د ولس صلاحیت خو موږ باید پاکستان سره په اقتصادي طرحو نتیجې ته ورسېږو چې پخپلو پښو ودریږو ،

دافغانستان د صدارتي ماڼۍ د بیان له مخې محمداشرف غني جلال اباد ښار ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا له غړو په خبرو کې وویل د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې سټراټيژۍ له اعلانه وروسته پر پاکستان نړیوال فشار زیات شوی دی او موږ غواړو ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه پاکستان سره نتیجې ته ورسېږو.

هغه سپارښتنه وکړه چې هغه ځوانان چې په ملي اردو او کوماندو ځواکونو کې یې دندې ترسره کړي او ترخیص شوي، وهڅوی چې د منطقوي پوځ په نویو جوړیدونکو کنډکونو کې شامل او د لالپوري په څیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هغو ځایونو کې ځای په ځای شي چې د دښمن د نفوذ او مداخلې امکان په کې زیات دی.

ولسمشر غني په جلال اباد کې ښار کې دتیرې ورځې په تروریستي پېښه خفګان وښودلو اؤ وئ ویل د دې پېښې په اړه زما د همدردۍ مراتب ټولو ننګرهاریانو په ځانګړي ډول د قربانیانو کورنیو ته ورسوئ

هغه د ننګرهار والي او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس ته لارښوونه وکړه چې د قربانیانو کورنیو سره مرسته او د ټپیانو درملنې ته ځانګړې توجه وکړي

جمهوررئیس غني د تورخم په امنیت ناخوښي وښوده وې ویل، هیڅوک په امنیتي برخه کې مداخله نشي کولی، مخصوصا مقتدرې کورنۍ د مداخلې حق نه لري او د ناامنۍ عوامل باید ولټول شي.

هغه زیاته کړه تر راتلونکي کال پورې به درې سوه میګا واټه وارداتي برېښنا ننګرهار ته را ورسېږي او ننګرهار دا ظرفیت لري چې په نړیواله کچه د تالک په لسو عمده صادرونکو کې حساب شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG