لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر:دامریکایي ځواکونو په کاروان ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې


چارواکي وایي دافغانستان لوګر ولایت کې دامریکایی خواکونو د یو کاروان ترڅنګ ځان مرګي برید کې پینځه کسان وژل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب ستانکزي خبریالانو ته ویلي د امریکایي ځواکونو کاروان باندې دغه برید پل عالم سیمه کې هغه مهال شوی چې دغه پوځیان سیمه کې د تندلارو په ضد له عملیاتو وروسته خپل تم ځاي ته روان وؤ.

د لوګر دپولیسو ویاند شاه پور عرب هم ددغه پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې ځانمرګي د چاودیدونکو موادو نه ډک خپل موټر د ناټو د ځواکونو د کاروان ترڅنګ الوزولی دی.

یو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې د پولیسو ویاند ویلي په دې ځانمرګي برید کې امریکایي سرتیرو ته هم یو څه زیان اوښتی خو جذئیات یې نه دي ښکاره کړي

سیمه ییز چارواکي وایي چې پېښه کې ټول پینځه کسان وژل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

طالبانو ددغه پېښې پړه پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې چې برید کې پینځه امریکایي پوځیان وژل شوي.

افغانستان کې میشت دناټو ځواکونو یا دافغانستان د کورنیو چارو وزارت لا نه ده په ډاګه کړې چې په دې برید کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG