لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر:دناټو اؤ افغان ځواکونو عملیاتو کې۵۰ طالبان وژل شوي


افغان چاوراکو ویلی دا عملیات دلوګرپه مرکزاو په محمداغې ولسوالۍ کې ترسره شوي او د ناټو ځواکونو پوځي الوتکوهم دطالبانو په مرکزونو هوايي بمبار کړی.

دلوګرد امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي،تیره شپه دلوګرمرکز اړوند دعلیزی سیمه کې دسفریک قطعې افغان ځانګړو سرتیرو دناټو ځواکونو په هوايي ملاتړعملیات ترسره کړل.

نوموړي ویلي دهوايي او ځمکنیو عملیاتوپه پایله کې۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دهغوی درې پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.

احمدزي وویل"سفریک ځانګړې قطعه چې له مرکز کابل څخه راغلې وه تیره شپه یې دناټوپه هوايي ملاتړدلوګرمرکز اړوند علیزی سیمه کې بریالي عملیات وکړل ، له ۲۰ زیات وسله وال طالبان په کې وژل شوي او۴ تنه یې ژوندي نیول شوي او له دښمن څخه یو شمیر درنې وسلې هم دسفریک ځانګړو سرتیرو لاس ته ورغلي دي"

دلوګر امینه قومدانۍ ویلي ،هغه درې مرکزونه چې په هوايي بمبار کې له منځه یوړل شول د طالبانو د دولت پرضد د تخریبي اوترهګریزفعالیتونو دپلان جوړونې لپاره ترې ګټه اخیستل کیده اودکابل او لوګرترمنځ غځیدلی سړک او امنیتي پوستې به یې دبریدونو لاندې راوستلې.

دلوګر سیمه ییزو چارواکو ویلي هغه عملیات چې د محمداغې ولسوالۍ اړوند د اب پران سیمه کې دپولیسو خاصې قطعې ،دناټو ځواکونو سره یوځای دوه ورځې وړاندې پیل شوي تیره ورځ پایې ته ورسیدل.

دلوګرامنیې قومدانۍ ویاند شاپور احمدزي زیاته کړه د دوؤ ورځینو عملیاتو په پایله کې۳۰تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او ګن شمیر سپکې او درنې وسلې هم افغان سرتیرو ترلاسه کړي دي.

هغه وویل ټپي شوي کسان دطالبانو قومندانان دي او همداراز په وژل شویو کسانوکې د خالد او رحماني په نومونو دوه مهم طالب قومندانان شامل دي"

وسله والو طالبانو تردې دمه ددغه پېښې په اړوند څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د لوګر مرکز پل علم سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان دموټربم برید شوی ؤ چې له امله یې د افغان چاوراکو په وینا یوه میرمن او یوه ماشومه په کې وژل شوي او درې میرمنې پکې ټپیانې شوي دي.

که څه هم افغان امنیتي چارواکو اوناټو، بهرنیو ځواکونو ته داوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو د دې برید مسئولیت چې طالبانو پرغاړه اخیستی د ۵ بهرنیو پوځیانو د وژل کیدو ادعا کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG