لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تاریخ کې په لمړي ځل نرښځي پېغلو نه دحسن مقابله ګټلې ده


دسپین په مالقه ښار کې دښکلا ترسره شوې شپږمه مقابله په لمړي ځل یو نرښځي ګټلې ده اؤ د مس سپین دنامې ویاړ یې ترلاسه کړی دی .

دغه مقابله چې تیره ورځ په لکونو خلکو نیغ نیغه په ټي وي ګانو وکتله ۲۳ؤ ښکلو پېغلو پکې برخه درلودله .

دحسن یا ښکلا په دې مقابله کې اته ښکلې پېغلې د مقابلې وړروستي پړاؤ ته په وتلو کې بریالۍ شوې وې.

خو ددغو ښکلو پېغلو د مس سپین دتائټل ګټلو خوبونه هغه مهال دانه وانه شول چې په مقابله کې برخه لرونکی یو ۲۶کلن نرښځي انجل پونس ددغو پېغلو په مینځ کې د خپلې ښکلا،نازونو اؤ اداګانو نندارې په خلکو وکړې.

د ښکلا ددې مقابلې قاضیانو یا ججانو مقابله کې شامل نرښځي انجل پونس تر ټولو ښکلی وګرځولو اؤ د مس سپین ټائټل یې دهغه په نوم کړو.

په تاریخ کې دا لمږی ځل دی چې دحسن مقابله کې یو نر ښځي‌ ټولو میرمنو ته ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې ده د روان کال په پایي کې کیدونکو د حسن نړیوالو مقابلو کې به هم اینجل پونس د سپین په استازیتوب برخه اخلي

XS
SM
MD
LG