لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ:دپاکستاني طالبانو بل لوړپوړی مشر ملا یاسر ډرون برید کې وژل شوی


افغان چارواکي وایي دافغانستان په کونړ ولایت کې دپاکستاني طالبانو یو بل لوړپوړی مشر ملا یاسر هم دامریکایي ځواکونو په یو ډرون برید کې وژل شوی دی.

ملا یاسر د طالبانو د وژل شوي مشر مولوي فضل الله نزدې ملګری ؤ.

له دې وړاندې دتیرې میاشتې په ۱۳مه نیټه دپاکستانی طالبانو مشر مولوي فضل الله هم کونړ کې په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ.

افغان خبري شبکې پژواک د سه شورو په ورځ د کونړ د امنیه قوماندانۍ د ویاند فرید دهقان له خولې ویلي چې ملا یاسر تیره ورځ ماذیګر د کونړ د شلطن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې په یو ډرون برید کې وژل شوی.

خو طالبانو لا ددې پېښې په هکله خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

خو پاکستاني میډیا بیا پخپلو راپورونو کې ویلي چې په کونړ کې دامریکایي ډرون په برید کې وژل شوی طالب کمانډر عمر رحمان نومیږي چې په استاد فاتح په نوم شهرت لري.

ښاغلي دهفان ویلي چې بهرنيو ځواکونو د ماڼوګي ولسوالۍ د شوړيک مټينې کنډو سيمه کې هم هوايي بريد کړى چې په کې د یاسین په نوم د داعش ډلې غړى وژل شوی دى.

پاکستاني چارواکي دعوې کوي چې د ټي ټي پي ګڼ شمیر مشران اؤ وسله وال په کونړ ولایت کې پټ دي اؤ له دغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

خو افغان دولت بیا وایي چې هغوئ دافغانستان په خاوره هر هغه ترهګر په نخښه کړی چې پاکستان ور په ګوته کړی ولې برعکس پاکستان تر اوسه خپله خاوره کې دموجودو هاغو ترهګرو په ضد ګامونه نه دي اخستي چې افغانستان ور په ګوته کړي د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG