لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:داځل به دسیاست اؤ جګړې دواړه میدانونه ګټو


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني افغانستان کې یوځل بیا د سولې په ټېنګښت اؤ اوربند ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي “موږ همیش د جنګ میدان ګټلی وو خو د سیاست میدان مو بایللی دی چې دا ځل به دواړه ګټو

ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو ته په خپلې وینا کې ویلي، څلور کاله پخوا چې د هېواد بقا په خطر کې وه، ټولو داسې فکر کولو چې افغانستان نور په پښو نشي درېدلی، خو امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو په خپلو قربانیو او سرښندنو ثابته کړه چې دا وطن به زرها کاله نور هم په خپل ځای وي.

هغه وویل څرنګه چې د ټول ملت او زما غوښتنه باعزته سوله ده او په اوربند سره مو د جنګ سیاسي وضعیت بدل کړو، اوس د افغانستان خلک په بل چا باور نه لري او یوازې تاسې خپل مدافع ګڼي، ټول باید په دې پوه شئ چې زه سوله غواړم، جرائت یې لرم او نورو ته قناعت هم ورکولی شم، خو که د افغانستان دښمنان درسره جنګ کوي سر اعلی قومندان مو د دښمن د ویشتو امر درکوي

ښاغلي اشرف غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو منسوبینو ته وویلتاسې کولی شول چې کډوال شئ، شخصي کاروبار وکړئ او ښې پیسې وګټئ، خو تاسې د وطن او خلکو څخه د دفاع لار غوره کړه، همدا زما او ټول ملت لپاره لوی ویاړ دی.

غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه، هغه افسران چې د څو کالو راهیسې یې ترفیع نه ده اخیستې، د هغوی دې یوه سرتاسري ارزونه وشي او د ترفیع لپاره دې وړاندیزونه وشي. همدا راز یې هدایت ورکړ چې افسرۍ ته د بریدملانو د ارتقا زمینه برابره کړي.

په دغه موقعه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال شریف یفتلي په خپلو خبرو کې ویلي چې د راتلونکو ټاکنو د امنیت ټینګښت ته بشپړ امنیتي چمتووالی لري او د ملي دفاع وزارت منسوبین په هیڅ وجه سیاسي پروسو په ځانګړي ډول ټاکنو کې مداخله نه کوي.

XS
SM
MD
LG