لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمحکمې پوښتنه:نقیب مسید اؤ نورو ځوانانو پشا څنګه ګولۍ خوړلي دي؟


د راؤ انوار وکیل محکمې ته ویلی چې نقیب مسید خو نه راؤ انوار پورته کړی ؤ اؤ نه هم دپولیسو د مقابلې په وخت راؤ انوار دغلته پخپله موجود ؤ نو ځکه محکمه باید راؤ انوار په ضمانت خوشې کړي.

په کراچۍ کې دپولیسو یوه نقلي مقابله کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب مسید د وژنې د دوسیې اوریدلو په مهال محکمې دنقیب په وژنه د تورن پخواني پولیس افسر راؤ انوار د وکیل څخه پوښتنه کړې چې که دپولیسو دمقابلې په مهال وژل شوي خلک په کوټه کې دننه وؤ نو دوئ دمخې نه د لګیدلو پرځایې پشا ولې په ګولیو لګیدلي دي؟

د راؤ انوار وکیل محکمې ته ویلی چې نقیب مسید خو نه راؤ انوار پورته کړی ؤ اؤ نه هم دپولیسو د مقابلې په وخت راؤ انوار دغلته پخپله موجود ؤ نو ځکه محکمه باید راؤ انوار په ضمانت خوشې کړي.

د شورو په ورځ کراچۍ کې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمه کې د نقیب مسید د وژنې دوسیه په داسې حال کې اوریدل شوې چې په ټولنیزو رسنیو د سختو نیوکو باوجود راؤ انوار پرته له زولنو محکمه کې ولاړ وؤ.

د راؤ انوار ترڅنګ د هغه د ډلې نور نیول شوي تورن پولیس هم محکمې ته وړاندې کړل شوي وؤ.

راؤ انوار اؤ نورو تورونو پولیسو محمدیاسین،سپرد خان ، قمر احمد اؤ خضرحیات محکمې ته خواستونه کړي چې هغوئ دنقیب مسید وژنه کې ککړ نه دي نو ځکه دې په ضمانت خوشې کړل شي.

خو دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور پشین د دوسیې اوریدنې نه یوه ورځ د مخه په فیس بک خپله یوه ویډیوي وینا کې ویلي وؤ چې راؤ انوار که په ضمانت خوشې کړل شو نو هغوئ به ددې عدالتي ګام په ضد سخت مزاحمت وکړي.

منظور پشین د خپل غورځنګ د فعالینو نه غوښتنه کړې وه چې محکمې ته د راؤ انوار د وړاندې کولو په موقعه دې احتجاجونه وکړي اؤ په دې خبره یې هم نیوکې کړې وې چې ولې راؤ انوار هرځل له زولنو پرته محکمې ته وړاندې کړل کیږي .

خو نن چې د نقیب مسید د وژنې دوسیه د کراچۍ د ترهګرۍ د مخنیوي په محکمه کې اوریدل کیدله نو دمحکمې مخې اؤ شا وخوا ته په ګڼ شمیر امنیتي عسکر ودرؤل شوي وؤ.

د نور کله په څير نن هم راؤ انوار له زولنو پرته محکمې ته وروستل شوی ؤ اؤ دهغه وکیل عامر منصوب قابو یو نیم ساعت محکمې ته د راؤ انوار د بېګناهۍ دلیلونه ورکړي دي.

ولې بل لورې ته د نقیب مسید د کورنۍ وکیل صلاح الدین پهنور تر دریوؤ ساعتو محکمې ته دلیلونه ور کړي اؤ له محکمې یې غوښتي چې د راؤ انوار په ضمانت د خوشې کیدلو درخواست باید رد کړي.

محکمې د دې دوسیې اوریدنه تر سبا ورځې ځنډولې ده.

دکراچۍ دملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نیټه یې ۲۷ کلن پښتون زلمي نقیب مسید د نورو دریوؤ کسانو ترڅنګ دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی ؤ اؤ بیا یې پرې د ترهګرو تور لګولی ؤ.

په راؤ انوار د نقیب مسید د وژنې ترڅنګ د شاوخوا۴۵۰ نورو کسانو د محکمې تر شا د وژنې تورونه هم لګیدلي دي خو هغه دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې ترهګر یې په پولیس مقابلو کې وژلي دي.

د امهال د کراچۍ د ترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کې د راؤ انوار په ضد د دوسیې اوریدنه روانه ده اؤ محکمې په جوډیشل ریمانډ دهغه زندان ته د لیږلو امر کړی خو د سندهـ صوبې حکومت راؤ انوار زندان ته د لیږلو پځایې هم دهغه پخپل کور کې ساتلی اؤ دهغه کور ته یې د وړوکي زندان حیثیت ورکړی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG