لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جرمني 69 افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ویستلي دي


د جرمني چارواکي وايي، هغه 69 افغان پناه غوښتونکي یې بېرته خپل هېواد ته ولېږل د چا چې د پناه غوښتنې کاغذونه رد شوي وو.

د دغو بېرته لېږل شویو افغانانو الوتکه له مونیخ څخه د شورو یا چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسېده.

دا لومړی ځل دی چې له جرمني څخه په یوځل دومره زیات افغانان ویستل کیږي.

د بیوریا د کورنیو چارو وزیر جوچېم هیرمن وايي، په دې وروستیو کې ډیر زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شویدي.

تر دې وړاندې کلونو کې یواځې هغه کسان له جرمني څخه ویستل کېدل چې په کوم جرم کې به ککړ وپېژندل شول.

XS
SM
MD
LG