لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:په هندوانو اؤ سیکانو برید کوونکو ته به سزا ورکولی شي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي حکومت به یې جلال اباد کې په سیکانو اؤ هندوانو د شوې چاودنې بشپړې پلټنې کوي اؤ دغه پېښه کې ککړو کسانو ته به سزا ورکولی شي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماسخوتن په کارته پروان ګوردواره کې دجلال اباد ښار د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانیانو کورنیو سره چې یو شمېر سکانو او هندوانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤغمشریکي کړې ده اؤ هغوئ ته ډاډ ورکړی چې دولت به تل پام ساتي.

په دغه مهال راټولو شوؤ کورنیو ته ولمشر اشرف غني وویل دا پېښه یوه فاجعه وه او حکومت به یې د پېښېدو څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او عاملین به مجازات کړي

ښاغلي غني وویل چې هندوان اؤ سیکان د افغانستان وياړ دی اؤ هیڅکله به چاته اجازه ورنکړي چې دوئ وزوري.

په دغو مراسمو کې لومړی ثورپال سنګهـ د نورو په استازیتوب دخبرو پرمهال وویل چې لږکي دافغانستان بچیان دي اؤ د افغانستان په خاوره د امن اؤ ورورولۍ ژوند غواړي.

د تیرې یکشنبې په ورځ د ننګرهار سرښار جلال اباد کې په یو ځانمرګي برید کې ۱۹ تنه هندوان اؤ سیکان وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG