لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"دنقیب مسید د وژنې اعلان راؤ انوار دهغه له وژل کیدو مخکې کړی ؤ"


په کراچۍ کې د پولیسو په لاس یوه جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب مسید د دوسیې وکیل دترهګرۍ دمخنیوي محکمې ته ویلي چې راؤ انوار د نقیب مسید د وژل کیدلو نه دوه ساعته وړاندې خبریالانو ته د پولیسو مقابله کې د نقیب مسید د وژل کیدلو اعلان کړي وؤ.

د زیارت په ورځ دترهګرۍ د مخنیوي محکمې په دوؤ مقدمو کې دنقیب مسید په وژنه د تورن پخواني پولیس افسر راؤ انوار په ضمانت د خوشې کیدلو په درخواست خپله پریکړه محفوظ کړې ده.

دکراچۍ دپولیسو پخواني ایس ایس پي راؤ انوار د ترهګرۍ دمخیوي محکمې ته د نقیب مسید د وژنې په اړوند دوؤ مقدمو کې په ضمانت د خوشې کولو خواست کړی چې ددغه خواست اوریدنه نن په محکمه کې شوې ده.

ددغه خواست اوریدنې په مهال راؤ انوار هم محکمې ته وړاندې کړل شوی ؤ.

د نقیب مسید د کورنۍ وکیل صلاح الدین پهنور محکمې ته پخپلو دلیلونو کې ویلي چې نقیب مسید د شپې په دریوؤ بجو اؤ ۲۱ؤ دقیقو وژل شوی ؤ خو راؤ انوار دپولیسو مقابله کې ددغه وژنې اعلان د هغه د وژلو نه دوه ساعته مخکې یعنې دشپې په دوه بجې اؤ ۲۱دقیقو د یو مطبوعاتي کانفرنس په ترڅ‌ کې کړی ؤږ

صلاح الدین پهنور محکمه کې پوښتنه راولاړه کړې ده چې هر کله مقابله وروستو شوې نو د وژنو پخلی راؤ انوار دوه ساعته وړاندې څنګه کړې ؤ؟

هغه وویل کوم مهال چې نقیب مسید اؤ دهغه نور ملګري پولیسو وژل راؤ انوار په دغه موقعه موجود ؤ اؤ هغه خبریالان په ټیلي فون رابللي اؤ ددغه جعلي مقابلې نه خبر کړي وؤږ

دنقیب مسید د کورنۍ وکیل وویل پولیسو پخپلو پلتنو کې هم راؤ انوار تورن ګرځولی اؤ له دې وړاندې هم راؤ انوار یو شمیر جعلي د پولیسو مقابلې کړي دي ځکه نو محکمه باید هغه په ضمانت خوشې نه کړي.

محکمې د راؤ انوار د وکیل دلیلونه هم اوریدلي چې پکې د پولیسو دغه پخوانی افسر بېګناه ګرځول شوی اؤ د دواړو خواؤ دبحث اوریدلو نه وروسته یې د راؤ انوار په ضمانت د خوشې کولو په درخواست خپله پریکړه خوندي کړې ده.

دکراچۍ دملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نیټه یې ۲۷ کلن پښتون زلمي نقیب مسید د نورو دریوؤ کسانو ترڅنګ دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی ؤ اؤ بیا یې پرې د ترهګرو تور لګولی ؤ.

په راؤ انوار د نقیب مسید د وژنې ترڅنګ د شاوخوا۴۵۰ نورو کسانو د محکمې تر شا د وژنې تورونه هم لګیدلي دي خو هغه دا تورونه ردوي اؤ وایي یوازې ترهګر یې په پولیس مقابلو کې وژلي دي.

د امهال د کراچۍ د ترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کې د راؤ انوار په ضد د دوسیې اوریدنه روانه ده اؤ محکمې په جوډیشل ریمانډ دهغه زندان ته د لیږلو امر کړی خو د سندهـ صوبې حکومت راؤ انوار زندان ته د لیږلو پځایې هم دهغه پخپل کور کې ساتلی اؤ دهغه کور ته یې د وړوکي زندان حیثیت ورکړی.

XS
SM
MD
LG