لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني:بهرنۍ مرستې د کمېدو په حال کې دي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي افغانستان سره بهرنۍ مرستې د کمېدو په حال کې دي ځکه نو لازمه ده چې دافغان دولت د عوایدو کچه باید تر اتوؤ میلیارد ډالرو ورسیږي.

ولسمشر اشرف غني پرون د ولایتونو له مستوفیانو او د ګمرکونو له رئیسانو سره په کتنه کې لارښوونه وکړه چې د عوایدو د زیاتولو اهداف وټاکي.

د افغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ښاغلي غني وویل، د ګمرکونو مدیریت باید منسجم، مرکزي او شفاف شي، ځکه هر کال په میلیونونه پسې د ادارې فساد له لارې ضایعه کېږي نو اړتیا ده چې د یو روڼ میکانیزم له لارې د عوایدو د زیاتوالي لپاره هلې ځلې وشي.

هغه په روڼ انده ډول د مالیاتو پر راټولولو ټینګار وکړو او په دې اړه یې مستوفیانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې د ګمرکونو رئیسان باید د ګټو د تضاد مخه ونیسي.

ښاغلي اشرف غني وویل راتلونکي کې به په ګمرکونو کې ګمارنې د یوې شفافې پروسې له لارې وشي او زیاته یې کړه، په ګمرکونو کې باید د هر ډول مداخلې مخه ونیول شي.

ولسمشر اشرف غني د عصري تاسیساتو، ټکنالوجي سیستم، ګمرکونو ته د ننوتو خوندي ساحو، د مقررې ترتیب، د پروسو په ساده کولو، د لابراتوارونو د ستونزو په حل، د خاصې امنیتي قطعې په جوړولو، د اخاذیو مخنیوی او ګمرکونو ته نزدې د استوګنځایونو په جوړولو ټینګار وکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG