لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي میدان که زندان؟ دنوازشریف دقسمت پرېکړه څو شېبو کې کیږي


Pakistan
Pakistan

دپاکستان په پخواني وزیراعظم نوازشریف دهغه په لور، مریم نواز،زامنو حسن نواز،حسین نواز اؤ زوم کیپټن صفدر تور دی چې دهیواد نه دباندې جائیدادونه اؤشتمنۍ لري اؤ نه دغه شتمنۍ چې یې له کومې لارې ترلاسه کړي دهغې په ښودلو کې پاتې راغلی دی.

خو نوازشریف دریځ لري چې دیوې یوې پیسې حساب یې ورکړی اؤ اوس یې په ضد دانتقام ډک ګامونه اخستل کیږي.

دنوازشریف اؤ د هغه د اولاد په ضد دسترې محکمې په امر د احستاب محکمه کې د تیرو څو میاشتو د ایون فیلد په نوم د دوسیې اوریدنه روانه وه .

احتساب محکمې په دغه دوسیه خپله پریکړه د وړاندې نه خوندي کړې وه اؤ ویلي یې دي چې نن ماسښین دوه نیمې بجې به خپله پریکړه اوروي.

قانون پوهان وایي چې په نوازشریف سورو مقدمو کې محکمه واک لري چې هغه اؤ بچو ته یې د ۱۴ؤ کالو دبند اؤ جرمانې سزا واروي خو دا سزا له دې کمه هم کیدلی شي.

نوازشریف محکمې نه غوښته کړې وه چې هغه لندن کې دخپلې ناروغې ښځې سره دی باید محکمه د څو ورځو دپاره خپله پریکړه وځنډوي خو محکمې د نوازشریف دغه غوښتنه رد کړې ده.

دنوازشریف په هکله داحتساب عدالت دا پریکړه به د احتساب عدالت قاضي محمد بشیر په داسې حال کې اوروي چې د احتساب دمحکمې د ودانۍ ترڅنګ په سوونو پولیس اؤ د رینجرز ځواکونه ودرؤل شوي اؤ دمحکمې په لوري غځیدلې ټولې لارې تړل شوې دي.

کله چې نن سحر محکمه کې د دوسیې اوریدنه پیل شوه نو دپخواني وزیراعظم نوازشریف د میرمنې کلثوم نواز د ناروغتیا کاغذونه محکمې ته وړاندې کړی شول چې د لندن په یو روغتون کې دکینسر د ناروغۍ له امله د مرګ اؤ ژوند په کشمکش کې پرته ده .

د مریم نواز اؤ کیپټن صفدر وکیل امجد پرویز محکمې ته وویل چې د کلثوم نواز حالت د اندېښنې وړ دی اؤ ډاکټران وایي چې تر راتلونکو ۴۸ؤ ساعتونو دهغې د کورنۍ غړي باید دهغې ترڅنګ پاتې شي ځکه نو محکمه باید خپله پرېکړه د څو ورځو دپاره وځنډوي خو دنیب قانوني استازي مظفر عباسي د پرېکړې ځنډؤلو د خواست مخالفت وکړو.

داحتساب محکمې قاضي دپریکړې ځنډؤلو په اړوند د نوازشریف دکورنۍ خواست رد کړو اؤ د یو څه دمې وروسته یې خپله پریکړه واورؤله.

له دې وړاندې نوازشریف هم د محکمې نه غوښتنه کړې وه چې هغه دخپلې میرمنې د ناروغتیا له امله په سمدستي ډول پاکستان ته نه شي ستنیدلی ځکه نو محکمه دې د ایون فیلد دوسیې په اړوند خپله پرېکړه تر څو ورځو وځنډوي.

نوازشریف ،دهغه لور مریم نواز اؤ زامن حسن نواز اؤ حسین نواز دا مهال په لندن کې د دنوازشریف دناروغه میرمنې کلثوم نواز سره دي.

پروسکال په ۲۸م جولایي د پاکستان سترې محکمې د پاناما پیپرز دوسیه کې نوازشریف نااهله ګرځولی ؤ چې دنااهلۍ دپریکړې سره سم هغه د وزیراعظم له څوکۍ هم لاسونه وینځلي وؤ.

سترې محکمې پخپله دغه پریکړه کې دحساب کتاب ملي ادارې یانیب ته امر کړی ؤ چې د نوازشریف،د هغه د زامنو حسن نواز اؤ حسین نواز، لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن(ر) محمد صفدر په ضد داحتساب محکمې ته عریضې وکړي اؤ ددغو عریضو په اړوند پریکړه هم په شپږو میاشتو کې وارول شي خو داحتساب محکمې په غوښتنه وروستو سترې محکمې د پریکړې اورؤلو موده تر دوؤ میاشتو غځولې وه.

دسترې محکمې له دغې پریکړې وروسته نیب په نوازشریف اؤ دهغه دبچو په ضد په اتم ستمبر ۲۰۱۷م موقتي عریضه کړې وه.

په نوازشریف اؤ دهغه په بچو درې مقدمې سورې دي چې هغې کې یوه د لندن د جائیداد ،دوهمه د العزیزیه استیل ملز اؤ دریمه د فلیګ شپ سرمایه ګزارۍ په اړوند ده.

نیب ایون دلندن د فلیټونو عریضه کې نوازشریف،مریم نواز،حسن نواز،حسین نواز اؤ کیپټن(ر) صفدر تورن ګرځولي وؤ.

د نوازشریف دواړه زامن حسن اؤ حسین په دغه مقدمه کې د احتساب محکمې لخوا مفروران ګرځول شوي دي.

په مریم نواز اؤ دهغې په مېړه تیرکال په ۱۹م اکتوبر فرد جرم لګول شوی ؤ اؤ په نوازشریف فرد جرم دهغه غیرموجودګۍ کې دهغه د وکیل ظافر خان له لارې لګول شوی ؤ .

دغه مقدمه کې پخوانی وزیراعظم نوازشریف تیرکال په نهم اکتوبر په وړومبي ځل د احتساب محکمې ته وړاندې شوی ؤ.

په ۲۶اکتوبر د محکمې لخوا د نوازشریف په ضد د ضمانت وړ ورانټ وویستل شو اؤ په اتم نومبر۲۰۱۷ محکمه کې نیغ په نیغه په نوازشریف فرد جرم لګول شوی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG