لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغان دولت سره د سولې دخبرو دعوې رد کړې


دافغانستان طالبانو دجمعې په ورځ دافغان دولت دا دعوې رد کړي چې ګنې هغوئ دولت سره د روغې جوړې خبرو ته اماده شوي اؤ ویلي یې دي دولتي چارواکي داسې بیانونه د خلکو تیرویستلو دپاره ورکوي.

طالبانو دا سپیناوی وروسته له هغې کړی چې اوړمه ورځ دافغانستان دسولې عالي شورا سکتر ډاکټر محمد اکرام خپلواک دافغانستان پارلیمان ته ویلي وؤ د افغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ خبرو اترو ته لاره هواره شوې ده اؤ دسولې خبرې به د پاکستان د ګډون پرته نیغ په نیغه طالبانو سره راتلونکې اوونۍ کې پیل شي.

ښاغلي خپلواک دا هم ویلي وؤ چې افغانستان کې دسولې د تېنګښت په موخه به دهیواد دننه اؤ هم د سیمې اؤ نړۍ په کچه ضروري ګامونه پورته کړل شي.

هغه هیله ښودلې وه چې طالبان به هم دسولې دې خبرو ته خپل استازي معرفي کړي خو د جمعې په ورځ دطالبانو لخوا رسنیو ته په لیږل شوي یو بیان کې د سولې دخبرو پیل کیدو دغه دعوې په کلکه رد شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي افغان دولت اؤ دسولې شورا یو ځل بیا د سولې د خبرو په اړوند بې اساسه اوازې خپروي اؤ غواړي چې د خلکو ذهنونه خراب کړي.

دطالبانو ویاند پخپل بیان کې ویلي “مونږ د خبرو اترو دپاره یوه واضحه تګلاره لرو اؤ بیا،بیا مو خپل دریځ څرګند کړی چې دافغانستان په خاوره د بهرنیو ځواکونو موجودیت د ټولو ستونزو زیږنده دی”

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت کابل کې دسولې کاروان ته دخپلې وینا په مهال څرګنده کړې وه چې هغه طالبانو سره افغانستان کې دخارجي ځواکونو د رول په ګډون په ټولو شرائطو خبرو اترو ته تیار دی .

د افغانستان دسولې د عالي شورا د سکتر داکتر محمد اکرام خپلواک نه وړاندې د سولې دشورا یو بل مشر امین الدین مظفر هم ویلي وؤ چې خلک به ډیر زر د سولې په اړوند د خوښۍ ډک خبرونه واوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG