لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهباز شریف: د احتساب عدالت پرېکړه له قانوني پلوه غلطه ده، مسلم لیګ ن یې ردوي


د مسلم لیګ نواز ګوند مشر د پنجاب پخواني وزیراعلی شهباز شریف د پاکستان د احتساب عدالت دا پرېکړه چې نوازشریف، د هغه لور مریم نواز او زوم مېجر صفدر ته یې د بند سزا واوروله، یوه غلطه او پر ناانصافۍ ولاړه پرېکړه وبلله.

شهباز شریف وویل دا پرېکړه به په تاریخ کې په تورو الفاظو ولیکل شي او ویې ویل چې مسلم لیګ نواز ګوند ته دا پرېکړه هیڅکله د منلو وړ نه ده:

"د احتساب عدالت فیصله راغله چې سراسر ناجایزه او پر ناانصافۍ ولاړه ده، دا پرېکړه پر سیاسي بنیاد شوې ده او له قانوني پلوه غلط ده، ځکه نو د پاکستان ولس او مسلم لیګ نواز ګوند دا پرېکړه نه مني".

احتساب عدالت د کرپشن په تور په ایون فیلډ مقدمه کې پخواني وزیراعظم نوازشریف ته لس کاله د بند سزا او اته میلینه پاونډه جرمانه واوروله، د هغه لور مریم نواز یې په اووه کاله بند او دوه میلینه پاونډه جرمانه او د هغه زوم مېجر صفدر یې په یو کال بند سزا محکوم کړ.

شهباز شریف وایي په دې ټوله مقدمه کې پر نواز شریف باندې د کرپشن هیڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی او نه هم په پاناما اسنادو یا ایون فیلډ ریفرنس کې څه داسې ثبوت وړاندې شوی دی چې ګواکې هغه دي د کرپشن په پیسو له هېواده بهر جایداد اخیستی وي.

شهباز شریف وویل چې د احتساب عدالت یې د ګوند د مشرانو په خلاف پرېکړه وکړه، خو وایي اوس به دا پرېکړه د ولس عدالت ته وړي او د جولای تر پینځویشتمې نېټې به هغوی ته وایي چې ناانصافي ورسره شوې ده او د ټاکنو په ورځ به خلکو د ووټ په ورکولو سره خپله پرېکړه اوروي.

شهباز شریف زیاته کړه چې ګوند به یې د دې پرېکړه په ضد سوله ییز احتجاجونه کوي او په خلاف به یې ټولې آییني او قانوني لارې خپلوي.

"د مسلم لیګ نواز ګوند غړي به په ټول هېواد کې جلسې کوي او د دغو جلسو په وسیله به خپل پرامن احتجاجونه کوي، په دې توګه به نړۍ ته څرګنده شي چې په پاکستان کې د زموږ لپاره د احتساب پیمانې دا ډول او د نورو لپاره بل ډول دي".

مریم نواز او نواز شریف دا مهال په لندن کې دي. د هغه مېرمن کلثوم نواز په دې ورځو کې سخته ناروغه ده. مریم نواز د احتساب عدالت د دې پرېکړه په اړه پر ټویټر لیکلي، په پاکستان کې له ۷۰ کلونو د واکمنو نالیدلیو قوتونو په ضد د مبارزې دا سزا ډېره کمه ده، وایي د ظلم په خلاف یې حوصله نوره هم لوړه شوه:

"شاباش نواز شریفه! ته ونه ډار شوې او ټیټ نه شوې. تا تر خپل شخصي ژوند پاکستان ته لومړیتوب ورکړ. ولس له تا سره ولاړ دی او کامیابي به ستا په برخه وي".

د پاکستان د احتساب عدالت د پرېکړه په اړه پر ټولنیزو رسنیو هم د خلکو سخت غبرګون راغلی دی، چې ځینو خلکو یې هرکلی کړی خو زیاتو خلکو یې غندنه کړې او تور یې پورې کړی چې نوازشریف او ګوند یې د یوې سیاسي دسیسې له مخې له سیاسي منظرنامې ایستل کېږي او په راتلونکو ټاکنو کې یې د بریالیتوب مخه نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG