لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په راتلونکو ټولټاکنو به دنوازشریف دسزا اغیزې څه وي؟


Pakistan Politics
Pakistan Politics

په پاکستان کې داحتساب محکمې لخوا پخواني وزیراعظم میا نوازشریف ته د غبن په تورونو د لسو کالو د بند اؤ جرمانې اورؤلو خبر ته په نړیوال کچ میډيا زیات ارزښت ورکړی اؤ وایي د محکمې دغه پریکړه به نیغ په نیغه پاکستان کې په راتلونکو ټولټاکنو اغېزه کوي.

دپاکستان داحتساب محکمې دجمعې په ورځ نوازشریف ، دهغه لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر ته په داسې حال کې د هیواد نه دباندې د ناجائزه شتمنیو په سر د بند اؤ جرمانې سزاګانې اورولي دي چې ټاکل شوې ده په دغه هیواد کې د روانې میاشتې په ۲۵مه نيټه عامې ټاکنې کیدونکي دي.

نوازشریف اعلان کړی چې هغه به زندان ته له تګ ونه ډار شي اؤ دلندن نه به ډیر زر خپل هیواد ته بیرته ستون شي خو نړیواله میډیا وایي که چرې هیواد ته له ستنیدو وروسته نوازشریف ونیول شي اؤ زندان ته واچول شي نو دې سره به په راتلونکو ټولټاکنو کې دهغه دګوند مسلم لیګ نواز سره د خلکو خواخوږۍ نورې هم سیوا شي‌اؤ زیاتې رایې به واخلي.

برتانوي ورځپاڼې دي ګارجین لیکلي د پاکستان داحتساب عدالت دا پریکړه به په ۲۵ جولایي کیدونکو ټولټاکنو باندې ژورې اغیزې ولري

دغه ورځپاڼه لیکي که نوازشریف هیواد ته راستون شي اؤ ونیول شي نو د هغه د ملاتړو په شمیر کې به اضافه وشي‌ اؤ ټولټاکنو کې به د هغه ګوند ته د زیاتو رائیو ترلاسه کولو موقعه په لاس ورشي خو که چرې هغه وطن ته ستون نه شي اؤ څرنګه چې هغه انتخابي کمپائن هم نه شي چلولی نو په دغه صورت کې یې ووټونه نور هم کمیدلی شي.

وال اسټریټ جرنل ورځپاڼه لیکي د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د غبن په تورونو سزا اورول شوې اؤ ددې سزا اغیزې به نیغ په نېغه په ټولټاکنو کیږي.

نیو یارک ټائمز ورځپاڼې لیکلي د احتساب محکمې د پریکړې سره به د مسلم لیګ نواز ګوند انتخابي کمپائن اغېزمن کیږي.

دغه ورځپاڼې پخپل راپور کې دمسلم لیګي مشرانو لخوا دپاکستان په پوځ دلګیدونکو هاغو تورو یادؤنه هم کړې چې وایي پوځ په ټولټاکنو کې د خپلې خوښې د نتیجو ترلاسه کولو دپاره عدلیه اؤ میډیا هم په لاس کې نیولې.

بي بي سي هم لیکلي چې که نوازشریف هیواد ته له ستنیدو وروسته نیول کیږي نو دې سره به د هغه دګوند انتخابي کمپائن نور هم چټک شي اؤ د خلکو د خواخوږۍ په وجه به زیاتې رایې واخلي.

سي این این وایي د نوازشریف نوم پاناما پیپرز کې شامل نه دی خو د هغه د دریواړو اولادونو نومونه په اف شور کمپنیو کې مخې ته راغلي دي . محکمې د غبن په تورونو لمړی نوازشریف نااهله کړو اؤ اوس یې د لندن په فلیټونو د هغه اؤ مریم نواز زندان ته د لیږلو امر کړی دی.

دجمعې په ورځ د احتساب محکمې لخوا نوازشریف ته دلسو کالو اؤ مریم نواز ته د اووه کالو بند د سزا اورول کیدلو وروسته نوازشریف اؤ دهغه لور مریم نواز په ډاګه کړې چې هغوئ له زندانه نه ویریږي اؤ د نوازشریف د میرمنې د طبیعت ښه کیدلو وروسته به هیواد ته ستانه شي.

دپاکستان دحساب کتاب ملي ادارې یا نیب هم په ډاګه کړې چې نوازشریف څنګه هیواد ته راشي نو وبه نیول شي اؤ نیغ به زندان ته ولیږلی شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG