لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي کې دافغان جګړې له شرعي لحاظه جاج اخستل کیږي


ټاکل شوې ده چې د سعودي عرب په جده ښار کې راتلونکې روانه اوونۍ د نړۍ د۳۷ؤ اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو کانفرنس جوړیږی چې پکې به افغانستان کې د روانې جګړې د شرعي حیثیت جاج اخستل کیږي.

د سعودي دحکومت په کوربه توب دغه غونډه کې به دافغانستان اؤ پاکستاني دیني عالمان هم برخه ولري اؤ ځینې سرچینې وایي چې طالبان هم دغه کانفرنس ته وربلل کیږي خو طالبانو لا تر دې مهاله نه ده په ډاګه کړې چې دغه کانفرنس کې به برخه واخلي که نه.

دافغانستان د سولي د عالي شورا سکتر ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک روانه اوونۍ افغان پارلیمان ته سعودي کې د جوړیدونکې دغه غونډې په هکله معلومات ورکړي وؤ اؤ هیله یې ښکاره کړې وه چې طالبانو سره هم خبرو اترو ته لاره هواره شوې ده.

د افغانستان دسولې د شورا ویاند ښاغلي احسان الله طاهري وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دسولې شورا سعودي کې جوړیدونکي د دیني عالمانو کانفرنس دپاره ټولې تیارۍ سرته رسولي اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې طالبان به هم افغانستان کې د سولې دټېنګښت په موخه جوړیدونکي دې کانفرنس کې برخه واخلي.

هغه ویلي د دیني عالمانو په یاد کانفرنس کې افغانستان کې روانه جګړه د اسلامي شریعت په رڼا کې ور ازؤل شي.

تر دې وړاندې تیره میاشت د افغانستان بادشاه سلیمان بن عبدالعزیز پخپل یو بیان کې افغانستان کې د سولې اؤ امن په ټینګښت ټینګار کړی ؤ اؤ په جنګ بوختو خواؤ څخه جنګونو نه د لاس اخستو د خبرو اترو د لارې دافغان شخړې د هواري غوښتنه کړې وه.

د مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي امامانو ه هم تیره اوونۍ په خپلو خطبو افغانستان کې دجنګولو ختمولو اؤ سولې په ټینګولو ټینګار کړی ؤ.

خو طالبانو د سعودي عرب لخوا افغانستان کې دروانو جګړو د ودرؤلو غږ ته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو ویاند د جمعې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې طالبان هیچا سره د سولې خبرې نه کوي اؤ په دې اړوند دافغان چارواکو لخوا کیدونکې دعوې د ولس د ذهنونو خرابولو دپاره کیږي.

دسعودي عرب نه وړاندې په انډونیشیاء کې هم د مئ دمیاشتې په ۱۱مه نېټه دپاکستان،افغانستان اؤ انډونیشیاء د دیني عالمانو یو ګډ کانفرنس شوی ؤ چې پکې د شریعت له لحاظه افغانستان کې روانې جګړې ناروا بلل شوې وې خو طالبانو دانډونیشیاء د عالمانو کانفرنس د امریکا دسیسه بللې وه

XS
SM
MD
LG