د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې یو احتجاجي لاریون شوی چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړی دی. لاریون د دې تحریک د فعال غړي حیات پرېغل د خوشي کېدو لپاره شوی چې وړمه شپه په همدې ښار کې له خپل کوره په مرموز ډول وړل شوی دی.
په لاریون کې شریکو ځوانانو په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې، چې د حیات پرېغل عکسونه ورباندې جوړ وو او د هغه د خلاسون او د ترهګرۍ ضد نعرې ورباندې لیکل شوې وې. دوی په لوړو ږغونو داسې شعارونه هم تکرارول:
"خوشی کړئ خوشی کړئ، حیات پرېغل خوشی کړئ، د ظلم دغه ضابطې: نه منو موږ نه منو، د پښتونخوا په خاوره: ترهګر نه منو، ځوانان مو قتل کېږي: دا څنګه ازادي ده"
د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریون کوونکو د خپلو تېرو احتجاجونو غوندې د پاکستان په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ پړه پر پاکستاني پوځ ور اچوله. لاریونوالو ته په وینا کې د دې تحریک یوه فعال غړي بلال مسید وویل، نور به له دوی سره پر کېدونکو ظلمونو پټه خوله پاته نه شي:
"دا نن چې زموږ خلک [د حیات پرېغل د تښتونې په ضد] را جمع شوي دي که موږ پر دغو خبرو اواز پورته نه کړو سبا به ما هم له کوره وړي تاسې به هم وړي د خپلو تورسرو په مخ کې مو بې عزته کوي، تر څو به موږ خاموشي اختیاروو، پښتانه ځوانان اوس را پورته شوي دي نور دا ظلمونه نه منو".
د ډېره اسماعیل خان پولیسو د حیات پرېغل له نیول کېدو انکار کړی او د هغه له تښتول کېدو یې بې خبري ښوولې ده، خو د هغه کورنۍ وایي چې د زیات او جمعې په منځنۍ شپه پولیس او پوځي سرتېري- چې وایي ښځې هم ورسره وې- په ساده جامو کې کور ته ور ننوتل او هغه یې په زوره له کوره یووړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریونوالو د خپل مشر منظور پښتین له خولې وویل، چې که یې ملګری حیات پرېغل په دوو ورځو کې خوشی نه شو، نو په ټول پاکستان کې به پهیه جام هړتال کوي او په ډېره اسماعیل خان ښار کې به د پوځي چاوڼۍ مخ ته احتجاج کېمپ لګوي.
ټاکل شوې چې نن د اتوار په ورځ به په پېښور کې د سرکاري جرګې او د پښتون ژغورنې غورځنګ تر منځ د مذاکراتو لپاره غونډه کېږي، خو ځینې ناتایید شوي رپوټونه وایي چې کېدای شي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران پکې ګډون ونه کړي. د دې تحریک مشر منظور پښتین په خپلو وروستیو خبرو کې وویل، ریاستي ادارې چې د دوی ملګري نیسي او تشدد ورباندې کوي، په داسې حال کې ورسره خبرو ته دوام نه شي ورکولای.