لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې د داعش قوي مرکز تباه کړی شوی


افغان چارواکو ويلي امنيتي ځواکونو يې په ځانګړي ډول د امريکايي ځواکونو په مرسته په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې قوي مرکز يا پلازمينه تباه کړې ده.

پژواک خبري ادارې د امريکايي پوځ له قوله ويلي د دوه مياشتو راهسې روانو عملياتو کې د داعش مرکز ويجاړ کړی شوی او ۱۶۷ تندلاري يې وژل شوي دي.

د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل ويلي داعش په اچين کې د بمونو په مور د نخښه کېدو وروستو ګورګوری خپله پلازمينه جوړه کړې وه.

د کال ۲۰۱۷م د اپرېل په مياشت کې په ننګرهار کې د داعش په پټو ځالو امریکا تر ټولو غټ بم چې ۹۷۹۷ کيلوګرامه وزن يې درلود او د بمونو مور ورته ويلې شوه، غورځولی ؤ.

چارواکو ويلي په ګورګورې کې په ترسره شوؤ او روانو عملياتو کې په وژل شوؤ تندلارو کې چينايي، تاجک، ازبک، ايراني او چيچن هم شامل وو.

ځايي رسنيو د افغان ځانګړي پوځ له قوله ويلي چې په هسکه مېنه کې يې د داعش روزنيز مرکز او د وسلې د ذخيرو مرکزونه هم ويجاړ کړي دي.

چارواکو ويلي په علاقه کې د داعش خطره اوس هم موجوده ده په درې يا څلورو کليو کې د داعش تندلاري شتون لري او ډېری د ډېورنډ د پولې پورې غاړې پاکستان لوري ته تښتېدلي دي.

چارواکو ويلي په دغو ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د داعش هغه مهم ځايونه په نخښه کړی شوي دي او دا هغه ځای ؤ د چرته نه چې به داعش په کابل او د هېواد په نورو برخو کې بريدونه پلان کول.

ويل شوي د داعش د موجودګۍ او عملیاتو د ويرې له امله د هسکې مېنې نه ډېری خلکو کډې هم کړې وې.

د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې سره په اچین او چاپېره ځېنې نورو سيمو کې هم داعش د تېرې يوې مودې نه شتون درلود.

داعش په وروستيو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په سيکانو ځانمرګی بريد کړی چې پکې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي وو.

افغان چارواکي وايي دا وخت د افغانستان په ننګرهار، کونړ، نورستان او جوزجان ولايتونو کې نزدې دوه زره داعشيان موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG