لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي ۱۸زره عامه کارکوونکي له دندو لرې کړي دي


د ترکي حکومت نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د يو بېړني امر لاندې په زرګونو عامه کارکوونکي له دندو لرې کړي دي په دوی د ترهګرو ډلو سره د اړيکو تورونه لګول شوي دي.

د اېسوشیټډ پرېس ترمخه له دندو څخه ۱۸زره ۶۳۲ عامه کارکوونکي لرې کړی شوي چې پکې نهه زره پوليس، شپږ زره پوځي سرتيري او په سلګونو استازان شامل دي. د دوی پاسپورټونه هم لغوه کړی شوي دي.

په ترکي کې د کال ۲۰۱۶م د جولايی په مياشت کې د ناکامه پوځي کودتا وروستو بېړني حالات په ځای کړی شوي دي.

د ترکي حکومت په امريکا کې مېشت عالم فتح الله ګولن باندې د دغه پوځي کودتا تور لګوي خو نوموړی يې رد کوي. خو د ترهګرو ډلو سره د اړيکو په تور يو لاک ۳۰زره کسان ګوښه کړی شوي دي.

ښايي دا په ترکي کې د بېړني قانون وروستی امر وي ځکه چې د ګل، دوشنبې په ورځ د ترکي واکمني په بشپړ توګه بدليږي. د تېرې مياشتې د انتخاباتو ګټلو وروستو رجب طيب اردغان په بشپړ ډول نوې کابينه جوړوي.

د اتوار د ورځې د امر نه وړاندې ۱۴۸ لرې کړی شوي کسان بيرته په ځای کړی شوي دي.

په ۴۶۱ مخونو مشتمله فېصله کې ۱۲ غېر دولتي ادارې، درې ورځپاڼې او يو ټيلي ويژن چېنل هم تړل شوي دي.

د ګولن سره په تړاؤ ۷۵زره خلک نيول شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG