لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان دولت د پاکستان د وړو سوداګرو دپاره هم ويزه لازمي کړې ده


د افغانستان دولت د پاکستان نه د تورخم په پوله اوړېدونکو ټولو خلکو دپاره ويزه لازمي کړې ده چې څوک هم په دغه پوله اوړي بې له ويزې به نه شي تلی.

افغانستان سره سوداګري کوونکي واړه سوداګر چې د ورځې په سر په دغه پوله تګ راتګ کوي وايي د ويزې لګولو پرېشانه کړي دي.

سوداګرو ويلي افغان دولت د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې نه ويزه لازمي کړې خو د اوومې جولايۍ نه پرې رسمي عمل پېل شوی دی.

پاکستاني چارواکو هم ويلي بې له ويزې دې څوک افغانستان ته نه ځي.

د وي او ای اردو د خبر ترمخه افغان چارواکو ويلي د پولې دې غاړې پاکستان لوري ته شينواري قبايل دې ته اړتيا نه لري چې ويزه ولګوي.

پاکستان نزدې دوه کاله وړاندې د افغانستان سره په پوله د انتظام (بارډر منېجمنټ) پېل کولو پرېکړه کړې وه، د کوم د لاندې به چې بې له ويزې څوک پاکستان ته نه شي راوړېدی او يو کال وړاندې په دې پرېکړه عمل پېل شوی ؤ.

خو وورستو د دوه اړخيزه سوداګرۍ سره اړونده وړو دوکاندارانو او سوداګرو چې تعلق يې د شينوارو او افريدو سره ؤ د هغو دپاره پکې نرمې کړی شوې وه.

خو چارواکو اوس ویلي چې د خېبر د شينوارو نه علاوه نور ټول خلک بې له ويزې نه پرېښودل کيږي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې اتحاديې ويلي د ويزې لازمې کولو سره به دوه اړخيزه سوداګري نوره کمه شي.

خو له دې وړاندې وخت په وخت افغان سوداګرو ادعاوې کړي چې پاکستان تل دوی ته مشکلات سېوا کړي او د پاکستان د دولتي رويې له امله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ټيټه شوې ده.

سوداګر وايي د تورخم په پوله د ستونزو سېوا کېدو او سوداګرۍ کمېدو سره ټولې اغېزې په پېښور کيږي د پېښور نه افغانستان سره کېدونکې سوداګري چې تر ټولو سېوا ده هغه ورسره کميږي.

څو مياشتې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر زبېرموتي والا ويلي ؤ "د پاکستان او افغانستان سوداګري نيمه کمه شوې ده او په تېر دوه کالونو کې د ۲.۷اربه ډالرو څخه ۱.۲ ډالرو ته راټيټه شوې ده".

د پاکستان او افغانستان سوداګر تل دغه غوښتنه کوي چې دواړه هېوادونه دې سوداګري د سياست څخه لرې وساتي.

XS
SM
MD
LG