لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۵ سلنه زیاته شوې


د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د سوداګرۍ کچه ۱۹ سلنه زیاته شوې او همداراز په روان ۲۰۱۸ میلادي کال له پېل څخه د مې ترمیاشتې سوداګري ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی او تېره ورځ یې د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او له ګڼو نورو افغان مشرانو سره یې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې جمهور رییس محمد اشرف غني د ازبکستان پلاوي سره په خبروکې ویلي ،افغانستان د ټرانزیټ ،سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې پوره وړتیا لري چې باید ګټې ترې واخیستل شي.

جمهور رییس محمد اشرف غني د ازبکستان هیواد نه په افغانستان کې د سمنټو د پينځه ؤ کارخانو په فعالولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي د ازبکستان دپلاوي غړي د بهرنۍ سوداګرۍ په چارو کې د ازبکستان د دولت وزیر جمشید هوجايي ویلي د کابل او تاشکند ترمنځ دسوداګرۍ اړیکې د پراخیدو په حال کې دي او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان زیربناوو په ګډون به دسمنټو په صنعت کې پانګونه کوي.

د ازبکستان پلاوي ویلي په افغانستان کې د نساجۍ شپږو کارخانو فعالیدو ته ژمن دی او د دې لپاره بشپړه امادګي لري.

جمهوررئیس په افغانستان کې د نساجۍ فابریکو د فعالولو په برخه کې د ازبکستان د همکاریو هرکلی وکړ، وې ویل، ازبکستان د نساجۍ په برخه کې ښه تجربه لري او د ازبکستان پنبه هند او پاکستان کې ښه بازار لري، خو د افغانستان د نساجۍ تولیدات د هغه تخفیف له امله چې اروپايي هېوادونو افغانستان ته په پام کې نیولی اروپا ته صادریدلی شي.

هوجايي ویلي په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دافغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۹ سلنه زیاته شوې او همداراز په روان ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل څخه دمی ترمیاشتې سوداګري ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

له ازبکستان څخه کابل ته راغلي پلاوي ښاغلي غني سره په خبرو کې ویلي ، افغانستان سره په پوله مو ۳۰۰۰هکتاره (اېکړه) ځمکه د آزاد اقتصادي زون لپاره ځانګړې کړې ده او د مزار شریف ـ هرات د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره دازبکستان ۵۰۰میلیون ډالرو ژمنه پر ځای ده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ازبکستان له پلاوي څخه اقتصادي همکاریو له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغان حکومت هم د تجارت د پراختیا لپاره ګامونه اخیستي او په مزار شریف کې لس زره هکتاره ځمکه صنعتي پارک ته ځانګړې شوې او ابتدايي کارونه یې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG