لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جلال اباد: ځانمرګي بريد کې لس تنه وژل شوي


د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې په يو ځانمرګي بريد لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار چارواکو ويلي ځانمرګي بريد کوونکي نن د نهې، سه شنبې په سهار په جلال اباد کې د يو پټرول پمپ سره په ځان پورې چاؤېدونکو موادو ته چاؤدنه ورکړې چې له امله يې په پټرول اور هم لګېدلی دی.

د ننګرهار د صحت د محکمې چارواکو په بريد کې د لسو تنو د وژل کېدو او څلور ژوبلېدو پخلی کړی دی.

رويټرز ويلي په چاؤدنه کې زیاتره هغه ماشومان وژل شوي چې ګاډي يې وينځل.

راپورونه وايي په بريد کې په وژل شوؤ کې اته عام ملکي وګړي او دوه د ملي استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) غړي شامل دي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه منلې.

جلال اباد کې په وروستيو کې د ترسره شوو زياتو بريدونو زمه وارۍ داعش ترهګرې ډلې قبولې کړي دي.

XS
SM
MD
LG