طالبانو دسعودي عرب لخوا افغانستان کې دسولې دتامین په اړوند جوړ شوي ددیني عالمانو کانفرنس ته چټک غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي هیڅوک حق نه لري چې طالبان د تروریستانو یا باغیانو په نومونو یاد کړي.
دسعودي عرب د بادشاه شاه سلمان بن عبدالعزیز په کوربه توب نن د سعودي په جده ښار کې د دیني عالمانو یو کانفرنس کې افغانستان کې روانه جګړه د اسلامي شریعت له رویه څيړل کیږي.
په دغه کانفرنس کې د افغانستان د وتلو عالمانو ترڅنګ د نړۍ د۳۳ؤ هیوادونو دیني عالمان برخه لري اؤ دافغانستان دسولې شورا هیله ښکاره کړې وه چې طالبان به هم دسعودي کانفرنس ته خپل استازي ولیږي خو طالبانو دغه کانفرنس کې له ګډون څحخه ډډه کړې ده.
د سه شبنې په ورځ افغان طالبانو ددغه کانفرنس په اړوند خپل یو بیان کې ویلي چې دسعودي عرب ددیني عالمانو اؤ چارواکو څخه داسې هیله نه لري چې افغان جګړه کې به دامریکا ترڅنګ ودریږي.
هغوئ پخپل بیان کې افغانستان کې د روانو جګړو پړه په امریکا اچولې اؤ ویلي یې دي چې دا جګړه د افغانانو یا مسلمانانو خپل منځي جګړه نه ده بلکې دامریکايي ځواکونو په ضد ده.
طالبانو خپل بیان کې زیاته کړې چې که څوک هم دافغانستان جګړه کې د امریکا خوشحالولو دپاره طالبانو ته ترهګر وایي نو دا په حقیقت کې د امریکا مټې پیاوړې کوي.
طالبانو ویلي په افغان جګړه کې د افغان ځواکونو شتون د روانې جګړې بڼه نه شي بدلولی.
په سعودي عرب کې ددیني عالمانو دکانفرنس نه وړاندې تیره میاشت د افغانستان بادشاه سلیمان بن عبدالعزیز پخپل یو بیان کې افغانستان کې د سولې اؤ امن په ټینګښت ټینګار کړی ؤ اؤ په جنګ بوختو خواؤ څخه جنګونو نه د لاس اخستو د خبرو اترو د لارې دافغان شخړې د هواري غوښتنه کړې وه.
د مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي امامانو ه هم تیره اوونۍ په خپلو خطبو افغانستان کې دجنګولو ختمولو اؤ سولې په ټینګولو ټینګار کړی ؤ.
خو طالبانو د سعودي عرب لخوا افغانستان کې دروانو جګړو د ودرؤلو غږ ته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.
د طالبانو ویاند دتیرې جمعې په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې طالبان هیچا سره د سولې خبرې نه کوي اؤ په دې اړوند دافغان چارواکو لخوا کیدونکې دعوې د ولس د ذهنونو خرابولو دپاره کیږي.
دسعودي عرب نه وړاندې په انډونیشیاء کې هم د مئ دمیاشتې په ۱۱مه نېټه دپاکستان،افغانستان اؤ انډونیشیاء د دیني عالمانو یو ګډ کانفرنس شوی ؤ چې پکې د شریعت له لحاظه افغانستان کې روانې جګړې ناروا بلل شوې وې خو طالبانو دانډونیشیاء د عالمانو کانفرنس د امریکا دسیسه بللې وه