دامریکا ددفاع وزیر ښاغلي جیمز میټس افغانستان کې د سولې په اړوند دسعودي عرب لخوا د پورته کیدونکو ګامونو ستائنه کړې اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې د سعودي دحکومت دا هلې ځلې به افغانستان کې د سولې په ټېنګښت کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې ده دسعودي عرب د بادشاه شاه سلمان بن عبدالعزیز په کوربه توب نن د سعودي په جده ښار کې د دیني عالمانو یو کانفرنس کې افغانستان کې روانه جګړه د اسلامي شریعت له رویه څيړل کیږي.
په دغه کانفرنس کې د افغانستان د وتلو عالمانو ترڅنګ د نړۍ د۳۳ؤ هیوادونو دیني عالمان برخه لري .
دامریکا ددفاع وزیر ددغه کانفرنس جوړیدو نه مخکې د سعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمدبن سلمان په نوم استولي یو لیک کې ویلي امریکا په دې خبره خوښه ده چې سعودي عرب افغانستان کې د سولې اؤ ارامۍ دپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
په سعودي عرب کې ددیني عالمانو دکانفرنس نه وړاندې تیره میاشت د افغانستان بادشاه سلیمان بن عبدالعزیز پخپل یو بیان کې افغانستان کې د سولې اؤ امن په ټینګښت ټینګار کړی ؤ اؤ په جنګ بوختو خواؤ څخه جنګونو نه د لاس اخستو د خبرو اترو د لارې دافغان شخړې د هواري غوښتنه کړې وه.
د مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي امامانو ه هم تیره اوونۍ په خپلو خطبو افغانستان کې دجنګولو ختمولو اؤ سولې په ټینګولو ټینګار کړی ؤ.
دامریکا ددفاع وزیر ویلي د حرمین الشریفینو دامامانو خطبو اؤ دسعودي په خاوره د اسلامي نړۍ ددیني عالمانو جوړیدونکي کانفرنس افغانستان کې دسولې دټېنګښت هلو ځلو ته ګټه رسولې ده اؤ هیله ده دسعودي دا ګامونه به افغانستان اؤ ټوله سیمه کې دثبات وړ وګرځي.
په عین حال کې دافغانستاان طالبانو دسعودي عرب لخوا افغانستان کې دسولې دتامین په اړوند جوړ شوي ددیني عالمانو کانفرنس ته چټک غبرګون ښودلی اؤ ویلي یې دي هیڅوک حق نه لري چې طالبان د تروریستانو یا باغیانو په نومونو یاد کړي.