لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دامن لارو لټولو دپاره سعودي کې دعالمانو کانفرنس پیل شو


دسعودي عرب په جده ښار کې افغانستان کې دسولې دلارې لټولو په اړوند دنړۍ د۳۳ؤ هیوادونو د دیني عالمانو کانفرنس په داسې حال کې پیل شوی چې طالبانو مخکې له مخکې ویلي که دغه کانفرنس دطالبانو جګړه ناحقه وبلله نو دوئ به دا امریکا خوشحالولو ګام وګرځوي.

په عین حال کې داسلامي هیوادونو دهمکارۍ سازمان په طالبانو غږ کړی چې جګړه پرېږدي اؤ دافغان حکومت سره یو ځایې شي.

دسعودي عرب جده ښار کې د اسلامی هیوادونو د دیني عالمانو ددغه کانفرنس پرانسته نن د سه شنبې په ورځ د سعودي دحج اؤ اوقافو د وزیر په وینا شوې ده.

دافغانستان څخه دغه کانفرنس کې لږ تر لږه ۳۵ دیني عالمان د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ برخه لري.

ټاکل شوې ده چې کانفرنس کې به دافغانستان د روانې جګړې دشرعي‌ ارزښتونو جاج واخستل شي‌.

د افغانستان خبري اژانس پژواک وايي‌ چې ددغه کانفرنس په بلنلیک کې دافغانستان دطالبانو اؤ نورو جنګي اړخونو څخه غوښته شوې چې له جګړو لاس پسر اؤ افغان دولت سره یو ځایې شي.

خو طالبانو ددغه کانفرنس دپیل کیدلو نه وړاندې پخپل یو بیان کې ویلي چې هغوئ دامریکا په ضد جنګیږي اؤ هیڅوک حق نه لري چې هغوئ د ترهګرو اؤ باغیانو په نومونو یاد کړي.

د سعودي عرب د کانفرنس نه وړاندې په انډونیشیاء اؤ کابل کې هم ددیني عالمانو ورته کانفرنسونه ترسره شوي وؤ چې پکې دافغانستان روانې جګړې ناروا بلل شوې وې اؤ په طالبانو ټینګار شوی ؤ چې نور باید دې بې مفهمومه جګړو نه لاس پسر شي.

خو طالبانو دریځ خپل کړی چې هغوئ به تر هغې خپلو جګړو ته دوام ورکړي تر څو چې بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وتلي نه وي .

دافغانستان ولسمشر اشرف غني تیره میاشت طالبانو ته وړاندیز کړی ؤ چې افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو د رول په ګډون ورسره دهغوئ په ټولو شرطونو مذاکراتو ته تیار دی خو طالبانو دافغان دولت د سولې وړاندیز رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دسعودي عرب د مسحدالحرام اؤ مسجد نبوي امامانو هم افغانستان کې د سولې په ټینګښت ټینګار کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG