لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هارون بلور وژنه په کلکه غندل شوې ده


پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ کانديد هاورن بلور په ځانمرګي بريد کې وژنه د پاکستان لنډ مهاله حکومت، سياسي مشرانو، د پوځ مشر ، بهرنيو سفيرانو او د ټولنې د هرې طبقې سره تعلق لرونکو خلکو په سختو ټکو کې غندلې ده.

په هارون بلور تېره شپه پېښور کې د يوې انتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی چې پکې د هغه سره لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د هارون بلور وژنې ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

لنډمهاله وزيراعظم ناصرالملک او موقتي صدر صادق سنجراني پېښور کې د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

پاکستان پيپلز ګوند د عوامي نيشنل ګوند په جلسه د ترهګرۍ غندنه کړې او د ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلي د هارون بلور په وژنه ټول وطن پرست غمژن دي.

​د پاکستان مسلم ليګ ن مشر نوازشریف د پېښور د ترهګرۍ غندنه کړې او د عوامي نيشنل ګوند د مشر هاورن بلور سره یې د خلکو په وژنه د خفګان څرګندونه کړې ده.

نوازشریف ویلي د بلور کورنۍ په غم کې برابر شريک يو.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم د هارون بلور وژنه په سختو ټکو کې غندلې ده.

سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چې سياسي مشرانو ته امنيت ورکړی شي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم د هارون بلور د وژنې غندنه کړې، د بلور کورنۍ او عوامي نيشنل ګوند سره يې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

جنرال باجوه ويلي، "مونږ د داسې قوتونو سره په جګړه يو څوک چې پاکستان په سوله او ثبات کې ليدل نه غواړي، د دوی پرضد زمونږ حوصلې لوړې دي او دوی ته به ماتې ورکوؤ".

پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ترهګر بريد کې د هارون بلور د وژنې غندنه کړې ده.

د پاکستان د کرکټ پخواني ستوري شاهد افريدي هم د هارون بلور په وژنه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي د نر پلار نر زوی وژل شوی دی.

​ د پېښور په هم دغه علاقه کې د هارون بلور پلار او د عوامي نيشنل ګوند مشر بشیر بلور هم په ځانمرګي بريد کې په کال ٢٠١٢ کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG