لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هارون بلور ځانمرګي برید کې دمړو شمیر۲۰ؤ ته رسیدلی


پېښور کې دعوامي نیشنل ګوند په یو وتلي مشر هارون بلور شوي ځانمرګي برید کې د مړو شمیره ۲۰ ته رسیدلی اؤ ددې ترڅنګ ۴۸ؤ نه زیات ژوبل دي.

د هسپتال سرچینې وايي چې په ژوبلو کې هم د ځینو کسانو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده.

د سه شنبې په شپه د پېښور په یکه توت سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند د کاندید انتخابی غونډه رونه وه چې ځانمرګي برید پرې وشو.

په دغه برید کې هارون بلور وژل شوی اؤ ټاکل شوې ده چې نن ماذیګر پینځه بجې به د پېښور پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږی.

دپېښور د لیډی ریډنګ هسپتال ویاند ذوالقار علي‌ بابا خیل وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي په دغه ځانمرګي برید کې وړومبی ۱۳ کسان وژل شوي وؤ خو وروسته په روغتون کې اوو نورو سختو ژوبلو کسانو هم ساه ورکړه اؤ دغسې د مړو شمیره ۲۰ ته ورسیدله.

هغه وایي د ژوبلو شمیره تر ۴۸ؤ ده اؤ په هغوئ کې هم ځینې مرګوني دي.

دپېښور پولیسو ویلي چې دا یو ځانمرګی برید ؤ اؤ د ځان وژونکي سر د غونډې د ځایې ترڅنګ د یو کور څخه ترلاسه شوی .

پولیس وایي چې ځان وژونکی یو تنکی ځوان ؤ.

تر اوسه ددې برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې دعوامي نیشنل ګوند څومره مشران اؤ فعالین په دغسې چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې وژل شوي هغې کې د زیاترو پړه طالبانو پغاړه اخستې وه.

دکال ۲۰۱۳ د ټولټاکنو نه وړاندې چې خیبر پښتونخوا صوبه کې دعوامي نیشنل ګوند حکومت ؤ نو د طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد یې د پوځي عملیاتو ملاتړ کړی ؤ .

تر دې مهاله د عوامي نیشنل ګوند په مهمو مشرانو اؤ کارکنانو ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې شوي چې پکې ددغه ګوند د۲۵۰ نه زیات مشران اؤ فعالین وژل شوي دي.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۲م کې د هارون بلور پلار ښاغلی بشیر بلور هم د پېښور په یکه توت سیمه کې په یو ځانمرګي‌ برید کې وژل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG