لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي نيشنل ګوند به نه شاته کيږي، ميا افتخار


د عوامي نيشنل ګوند مرکزي سېکتر میا افتخار حسېن د هاورن بلور وژنه په سخته غندلې او ويلي دي "حکومت په امنيت کې سخت ناکامه شوی دی او ګوند به يې زر خپله تګلاره وړاندې کوي او عوامي نيشنل ګوند به نه شاته کیږي".

نوموړي د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او د پي کی ۷۸حلقې کانديد هارون بشير بلور تېره شپه د پېښور په يکه توت سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې د وژنې وروستو دغه خبره کړې ده.

ميا افتخار ویلي دا هغه سوتره ټاکنې دي چې خبرې يې کېدې، "څوک دې په دې ګمان کې نه وي چې عوامي نيشنل ګوند به شاته شي، دا غټ ظلم دی".

د صوبې سيکرټري جنرال سردار حسېن بابک ویلي، د سترې محکمې د مشر قاضي په امر د هارون بلور نه ساتونکي بیرته اخستل شوی او زمه وار چيف جسټس دی.

بل لور ته د هارون بلور زوی دانيال بلور وايي "د ترهګرو جېکټې به ختم خو زمونږ سينې به ختم نه شي، حوصلې مې لوړې دي او د پلار او نيکه په لار به زه هم ځمه".

هارون بشير بلور د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او د پي کی ۷۸حلقې کانديد ؤ.

د هارون سره په ځانمرګي بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي او پوليسو د ۳۰ تنو ژوبلېدو ویلي خو د پېښور د ليډي ريډنګ روغتون وياند ویلي روغتون ته ۴۸ تنه راوړل شوي چې ځينې پکې په مرګوني حالت کې دي.

په هارون بلور ځانمرګی بريد د انتخابي جلسې په مهال شوی دی.

په هارون بلور د شوي ځانمرګي بريد زمه واري لا چا نه ده منلې.

د کال ۲۰۱۳م د اپرېل په مياشت کې په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په انتخابي لاريون يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۱۵تنه وژل شوی او د ګوند مشر غړي غلام احمد بلور په ګډون پکې نزدې ۵۰ تنه ژوبل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه بريد زمه واري منلې او د هغه وخت طالب وياند احسان الله احسان چې دا وخت د پوځ سره په بند کې دی ویلي ؤ چې د دوی هدف هارون بلور ؤ.

د هارون بلور زوی دانيال بلور وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، " د پلار هاورن بلور او نيکه بشير بلور په لار به زه هم ځمه، د پلار په وژنه راته افسوس ډېر دی خو د پښتون قام او پېښور دپاره زما سره قربان".

هغه وويل "دا د امنیتي ادارو ناکامي ده ځکه چې د کله نه د پاکستان تحريک انصاف حکومت راغلی دی نو هارون بلور او د هغه کورنۍ ته درې پوليس ورکړی شوي وو، چیف جسټس صېب راغلو پېښور ته او هغه اعلان وکړو چې زه به د ټولو نه سيکیورټي واپس اخلم، درې میاشتې وروستو هارون خان ته دوه پوليس مېلاؤ شو، او رياست خپل حق ادا نه کړو د هارون خان دپاره دوه پوليس کم ؤ".

باچا خان مرکز اعلان کړی د هاورن بلور جنازه به نن د شورو په ورځ د پېښور په وزير باغ کې مازيګر په پينځه بجې کولی شي.

د پېښور په هم دغه علاقه کې د هارون بلور پلار او د عوامي نيشنل ګوند مشر بشیر بلور هم په ځانمرګي بريد کې په کال ٢٠١٢ کې وژل شوی و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG